Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

میدان وردګ سېلابونه

د میدان‌وردګ مسوولان وايي، تېره شپه شاوخوا چک، دایمیرداد او نرخ ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې رییس مولوي فیض‌الله جلالي نن (شنبه، سرطان ۷مه) سلام‌وطندار ته وویل، د لومړنیو مالوماتو له مخې، د سېلابونو له امله د نرخ ولسوالي «څینځايي» سیمه کې یو کس ژوند بایللی او ۳ نور ټپيان شوي.

هغه زیاته کړه چې د سېلابونو له امله د کلیو لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوي او ګڼ شمېر موټر او څاروي اوبو له ځان سره وړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


جلالي زیاتوي چې د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې ریاست مرستندویه ټېمونه ولسوالیو او کلیو ته استول شوي او ډېر ژر به زیانمنو کورنیو سره بېړنې مرستې وشي.

د راپورونو پر اساس، د میدان‌وردګ تر څنګ، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد ځینو نورو ولایتونو کې هم سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام