د بغلان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي، سېلابونو په دغه ولایت کې ۵۰ کورونه وران کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس هدایتالله همدرد وايي، بېګاه د دغه ولایت په مرکزي بغلان او دهنهغوري ولسواليو کې سېلابونه راوتلي چې له کبله یې کورونه ویجاړ او کرنیزې ځمکې هم اوبو وړي دي.
د هغه په خبره، د دوی د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ یاد سېلابونه د مرکزي بغلان او دهنهغوري ولسواليو په کوکچنار، منګلا، حسنتال او فویانو کلیو کې راغلي دي.
نوموړی زیاتوي چې د ژغورنې او مرستندویه ټیمونه یې سیمې ته استولي او په خبره یې، سېلابځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.