له زدهکړو د نجونو له راګرځولو وروسته یوشمېر ښوونیزو مرکزونو د انلاین زدهکړې زمینې برابرې کړي او iغه زدهکوونکي ترې ګټه اخلي چې انټرنټ ته لاسرسی ولري.
په دې وروستیو کې اروپايي سازمان د پژواک خبري اژانس او د افغان ښځو اژانس سره په ګډه پرېکړه کړې چې په انلاین ډول د بېلابېلو ټولګیو زدهکړې هغو نجونو ته وړاندې کړي چې له پوهنتون او ښوونځیو راګرځول شوي دي.
په همدې حال کې د یوه ښوونیز مرکز مسووله چې زدهکوونکو ته په انلاین بڼه زدهکړې ورکوي، د دغو انلاین مرکزونو د جوړېدو موخه زدهکړو ته د زدهکوونکو لاسرسی بولي چې نهشي کولای په حضوري ډول درس ولولي.
حسنا رووفي وویل: «د انلاین درسونه مو د کابل له سقوط وروسته پیل کړې او د وړیا درسونه مو د نجونو لپاره وو، څو دوی د زدهکړو ډېره زمینه برابره کړو او کولای شي، په سمه توګه زدهکړې وکړي.»
دې سره هممهاله یوشمېر زدهکوونکي وايي، برښنا او انټرنټ ته د نه لاسرسي له امله انلاین زدهکړې هغومره ګټورې نه تمامېږي.
فرحت ایوبي چې یوه ښوونیز مرکز کې په انلاین بڼه انګلیسي ژبه زدهکوي وايي: «که څه هم انلاین زدهکړې خپلې ګټې لري، خو د حضوري زدهکړو ځای نشي نیولی. ځکه داسې هېواد کې ژوند کوو چې برښنا او انټرنټ چټک نه دی. فکر نه کوم چې ګټور دې تمام شي.»
سره له دې چې تېر یوه کال کې تېر ته په پرتله د ښوونیزو ټولګیو په لاره اچول زیات شوي، خو د ښوونې او روزنې برخې کارپوهان وايي، انلاین زدهکړې نهشي کولای د حضوري زدهکړو لپاره ښه بدیل واوسي.
د دوی په وینا، کمپیوټر، ځیرک موبایلونو، برښنا او انترنټ ته د نهلاسرسي له امله او اقتصادي ستونزې لامل کېږي، چې ګڼشمېر زدهکوونکي د ښوونې له بهیر څخه بېبرخې شي.
د کابل پوهنتون استاده او د ښوونیزو چارو شنونکې جاویده احمدي سلاموطندار ته وايي: «افغانستان کې هره کورنۍ ډېر اولادونه لري او د عدالت له پلوه باید د ټولو لپاره یو ډول شرایط برابر شي. دا لویه ستونزه ده، هم له اقتصادي او هم له رواني پلوه چې ډېری کسان نشي کولای دا شرایط برابر کړي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هممهاله له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې ښوونځیو ته له تلو محرومې شوي او وروستیو کې پوهنتونونو ته او نورو ښوونیزو مرکزونو ته هم د نجونو پر تګ بندیز لګول شوی دی.