Asset 1SWN

برښنا شرکت: له پخوانیو زورواکو مو ۱۱۸ میلیونه افغانۍ پور ټول کړی

F131IXqXoAIiCKp

د برښنا شرکت مسوولان وايي چې د مخکیني حکومت د زورواکو او سیاستوالو په ګډون یې له خپلو پوروړو څخه ۱۱۸ میلیونه افغانۍ پور راټول کړی دی.

د برښنا شرکت مسوولانو نن سه‌شنبه د زمري درېیمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې د مخکیني حکومت یو‌شمېر نور زورواکي چې له دغه شرکت پوروړې دي، دوسیې یې محکمې ته استول شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د برښنا شرکت تجارتي رییس عبدالرحمن رحماني وویل چې دغه کسان د برښنا لګښت له درکه څه باندې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ پوروړې دي.

هغه وویل: «تراوسه ۳۳ میلیارډ او ۱۸۷ میلیونه افغانۍ د برښنا له پېرودونکو ټولې شوي او همداراز تراوسه د مخکیني حکومت له زورواکو ۱۱۸ میلیونه افغانۍ ټولې شوي چې ۴۳۲ میلیونه افغانۍ سیاسیون او ۷۷ میلیونه افغانۍ زورواکي باقي دي.»

د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وايي چې یاد شرکت صنعتي پارکونو ته د برښنا رسولو په موخه د برښنا مستقل مزی ځانګړی کړی چې ورسره به د صنعتي پارکونو برښنا ډېره شي.

نوموړي وویل: «موږ د کابل او ننګرهار صنعتي پارکونو لپاره د افغاني انجینیرانو په مرسته د برښنا یو مستقل مزی ځانګړی کړی او ظرفیت مو ورته لوړ کړی دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د برښنا شرکت مسوولان همداراز وايي چې د ګرمۍ او وچکالۍ له امله د برښنا پرچاوي زیاته شوې، خو په وینا یې، هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام