د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن (شنبه، د وري ۳٠) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی.
د یاد وزارت په وینا، دغه پلاوی به د اسلامي امارت رییسالوزرا، د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره د اړیکو په پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.
دا افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لومړنی رسمي سفر دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان دغه لوړپوړی پلاوی داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په مشرۍ پلاوی تېرو څو ورځو راهیسې اسلام اباد کې دی.
همدارنګه تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ پلاوي هم کابل ته سفر کړی وو.



