د دولتي ادارو یوشمېر کارکوونکې په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د تنخواوو د کمېدو په اړه د ا.ا د مشر هبتالله اخوندزاده له فرمان وروسته سلاموطندار ته ویلي چې د دې طرحې په عملي کېدو سره به دوی له لوږې سره مخامخ کړي.
سلاموطندار په ۱۲ ولایتونو کې له ۵۸ ښځینه کارکوونکو سره مرکې کړي او پایلې یې ښيي چې پنځوس سلنه هغوی به د تنخواوو له کمېدو وروسته د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره نه کړای شي. د دغو ښځو له ډلې ۲۴ هغو ویلي، که یاده طرحه عملي شي، دا او د کورنۍ نور غړي به یې له لوږې سره مخامخ شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په جوزجان کې نهو ښځو، په کابل، ننګرهار، تخار، بادغیس، فراه، بدخشان او سرپل ولایتونو کې پنځو پنځو، په کاپیسا او فاریاب کې څلور څلورو او په بامیان او کندوز کې درې درې ښځو په دې اړه له سلاموطندار سره مرکې کړې دي.
۲۹ ښځې ښوونکې، ۱۱ د روغتیا برخې، څلور د پوهنې وزارتو دوه د کار او ټولنیزو چارو وزارت، دوه د ښځو چارو ریاست او پنځه نورې د بهرنیو چارو، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او د کورنیو چارو وزارتونو او د ښاروالي کارکوونکې دي. پنځو ګډونوالو بیا نه غوښتل چې د خپلو ادارو نومونه واخلي.
په کابل کې د روغتیا برخې کارکوونکې نظیفه ممتاز وايي، د تنخوا کمېدو خبر په اورېدو سره پر اروايي خپګان اخته شوې ده. هغه زیاتوي: «خاوند مې ناروغ دی او د کورنۍ سرپرسته یم؛ تنخوا مې یوه میاشت کېږي چې هېڅ زیات شوی نهدی؛ مکتوب راغی چې تنخوا مو پنځه زره شوه؛ له هغه وروسته عصبي ستونزې راته پیدا شوې؛ زه ان د خپلې درملنې پیسې نه لرم.»
د بدخشان د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې پروانه هم وايي چې د کورنۍ سرپرسته ده او پنځه زره افغانۍ تنخوا سره د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نهشي پوره کولای. نوموړې زیاتوي: «نه پوهېږم چې په پنځه زره افغانیو څه وکړم؛ تر ټولو لویه اندېښنه مې د کورنۍ د اړتیاوو پوره کېدل دي؛ ځکه زه د خپلې کورنۍ سرپرسته یم؛ څرنګه د پنځهکسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم او دې موضوع مې پر انګېزې ډېر اغېز کړی دی.»
د فراه اوسېدونکې سعیده چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست کارکوونکې ده، وايي چې د تنخوا کمېدل به یې اقتصادي ستونزې زیاتې کړي. «د اووهکسیزې کورنۍ سرپرسته یم؛ په پنځه زره افغانۍ تنخوا سره مې ستونزې ډېرېږي؛ د بېلګې په توګه نهشم کولای چې د کور کرایه ورکړم او د ژوند نورې اړتیاوې پوره کړم.»
د بدخشان اوسېدونکې شکېبا چې د دغه ولایت په ښاروالي کې کار کوي وايي، که د ښځینه کارکوونکو د تنخواوو کمېدو طرحه عملي شي، دا به د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره نه کړای شي. د هغې په خبره: «دا راته ډېره اندېښمنوونکې ده؛ ځکه په اوسنۍ تنخوا د ژوند اړتیاوې نهشم پوره کولای؛ که پنځه زره شي، له اقتصادي ستونزو سره به مې مخامخ کړي او باور نه لرم چې په دغو پنځو زرو افغانیو به خپل ژوند پر مخ یوسم.»
د بادغېس اوسېدونکې سمیه هم وايي: «اووه کال مې طب ولوست؛ که مې تنخوا کمېږي، ډېر لوی ظلم دی او اړتیا نشته چې زه دلته کار وکړم. اوس ۳۰ زره افغانۍ تنخوا لرم، خو په پنځه زره افغانیو ژوند نهشم چلولی.»
کندوز کې یوه ښوونکې روینا رجبي بیا وايي: «ډېره یې اندېښمنه کړې یم؛ په پنځه زره تنخوا څه ډول دولسکسیزه کورنۍ وچلوم؛ د کور کرایه، د اوبو او برښنا پیسې څنګه ورکړم؛ دا رښتیا راته سخته ده.»
په همدې حال کې د ښځو حقونو فعاله فروزان داوودزۍ د ښځینه کارکوونکو د طرحې عملي کېدو په اړه د اندېښنې تر څنګ وايي: «د افغان ښځو، په تېره د هغو ښځو لپاره چې د کورنۍ سرپرستي ور پر غاړه ده، یوه لویه ستونزه ده؛ ځکه پنځه زره پیسې هېڅ هم نهدي او هغه ښځې چې د کور نفقه یې پر غاړه ده، څنګه به خپل ژوند پر مخ یوسي.»
د اقتصادي چارو شنونکې امنه هاشمي بیا وايي چې د ښځینه کارکوونکو د تنخواوو کمېدل به په ټولنه کې د بېوزلۍ کچه زیاته کړې. هغه زیاتوي: «که د ښځو پر تنخوا دغه محدودیتونه روان وي، بېوزلي به زیاته او اقتصادي راکړهورکړه به ټکنۍ شي؛ د هغو افغانانو شمېر به زیات شي چې له لوږې سره مخامخ دي. دولت یې باید لپاره بدیل ولري چې د تنخوا کمېدو په بدل کې ورته کوم امتیازونه په پام کې نیسي.»
افغان ښځې داسې مهال د ښځینه کارکوونکو د تنخوا کمېدو په اړه اندېښنه ښيي چې سرپرست حکومت د اسلامي جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د دولتي ادارو له ښځینه کارکوونکو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي، خو تنخوا به یې ورکول کېږي.