Asset 1SWN

کورونا؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴ کسان مړه شوي

Coronaaaa-p0ydyauhtazyirds4ct875ww38k6rnlotx1gz6655g

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۴کسان مړه کړي چې دوه يې په هرات کې دي او دوه يې په فراه کې او همداراز ۸۱ نور پر دغه ويروس اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۵۸۴ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۴۰۳ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۳ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۲۶ زره او ۲۵۶ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۴ زره او ۶۲ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۴۳ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۵ زره ۸۶۸ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۹۵ میلیونه او ۷ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له دوه میلیونه او ۳۲ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۶۷ ميليونه او ۸۲۶ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام