په ننګرهار د چارواکو لهخوا له پاکستان څخه په زور راستانه کړل شویو افغان کډوالو ته د کورونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
تورخم ښارګوټي ته څېرمه لعلپورې ولسوالي کې د قمر خیریه بڼسټ په مالي ملاتړ د ننګرهار والي محمدنعيم اخند له لوري راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۷۰ کورونو، جومات، پاکو اوبو رسونې شبکې، کلينک او ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، دغه کمپ کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د لنډمهالې مېشتېدنې لپاره ۷۰ کورونه چې د هر کور پر رغېدنه ۲۲۰۰ امريکايي ډالره لګښت راځي، د دې بنسټ له لوري جوړ شي.
د کورونو ترڅنګ د ۲۱۰۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت کلينک، جومات، ښوونځی او ۱۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړېږي.
له دې وړاندې د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم راستنېدونکو افغان کډوالو ته د دایمي هستوګنې د جوړېدو لپاره ځمکې ځانګړې شوې وې چې ځینو ولایتونو کې یې د رغېدو چارې پیل شوې دي.