پکتیا کې د شاتو مُچیو یوشمېر فارم لرونکي دغه ولایت کې د شاتو خرڅلاو لپاره د مناسب بازار نشتون له امله شکایت کوي.
دوی سلاموطندار ته وايي، که څه هم په ډېرې سختۍ سره د شاتو مُچیو پالنه کوي، خو په وینا یې، خرڅلاو لپاره یې بازار نهلري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدیقالله چې د کابل- ګردېز پر لویه لاره د تېرې کنډو سیمه کې د مُچیو روزنې فارم لري، وایي، سږکال د وچکالي له امله د شاتو تولید کم، خو کیفیت یې تر پخوا ښه شوی.
د نوموړي په وینا، اوس په خپل فارم کې ۳۰۰ صندوقه مُچۍ لري چې سږکال یې ترې ۱۱۰ بوشکې «پنځه زره کیلو ګرامه» شات ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې هېواد کې دننه او بهر د بازار نشتون له امله د دوی شات پاکستاني سوداګر پېري او له هغه ځایه یې د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته لېږدوي.
نوموړي وویل: «دلته باید غټ مارکېټونه جوړ شي، څو تجاران راشي دلته، پاکستان ته تجاران لاړ نهشي او په خپله تجاران افغانستان ته راشي چې دلته شات خرڅ شي. اوس دلته تجاران نشته، مارکېټونه نشته اوس چې موږ دلته شات وباسو، موږ دلته له ۳۰۰ صندقونو څخه پنځه سوه بوشکې شات باسلي دي. دغسې په کور کې راسره پراته دي، ځکه تجار نشته چې شات خرڅ کړو او دلته مارکیټونه هم نهشته چې موږ شات ورکړو چې هغه یې بیا وروسته تجار ته ورکړي.»
سیفالرحمان چې دغه ولایت کې د شاتو مُچیو پر روزنه بوخت دی، سلاموطندار ته وویل، له پاکستان واردېدونکو شاتو یې کاروبار ورخراب کړی دی.
د نوموړي په وینا، د پاکستاني شاتو کیفیت ټیټ دی او کله چې بازار ته راوړل کېږي، بیه یې تیټ وي او خلک د وطني هغو په پرتله پاکستاني شات اخلي.
هغه وویل: «دلته چې بازار ته راځي هغه که ایراني دي یا هم پاکستاني شات دي، دغو زموږ په بازار ډېر تاثیر غورځولی. زموږ نرخونه یې هم راخراب کړي دي. خلک اوس دلته په دې اصلي شاتو دومره باور هم نه کوي.»
په ورته وخت کې بیا د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولان وایي چې له اړوند وزارت سره په ګډه هڅه کوي په کور د ننه او له هېواده بهر د افغاني شاتو د خرڅلاو لپاره بازار پیدا کړي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست د ګټورو حشرو عمومي مدیر نجیبالله مهرابي وایي چې په دې ولایت کې ۳۳۸د مُچیو روزنې فارمونه شته چې ټولې پهکې څه باندې ۴۸زره صندوقه مُچۍ روزل کېږي.
د نوموړي په وینا، سږکال د یادو فارمونو څخه ۳۰۰ ټُنه شات ترلاسه شوي. هغه زیاتوي چې بازار ته د پاکستانیو شاتو د مخنیوي لپاره یې د اړوند وزارت په لارښونه لومړی د مچیو د فارمونو د ثبت پروسه پیل کړې ده.
د هغه په وینا، له پکتیا څخه په ژمي کې مُچۍ پاکستان ته وړل کېږي چې بېرته یې د پسرلي موسم کې د مچیو راوړلو پرمهال بیا ځینې کسان د افغاني فارمونو له نوم نه په استفادې پاکستاني شات افغانستان ته راوړي.
نوموړي وویل: «اوس موږ دلته غواړو چې کارتونه ورته توزیع کړو چې زموږ د وطن تولید هم معلوم شي او د پاکستان تولید هم. موږ چې کله په دقیق ډول خپل ټول د مچیو صندوقونه چې معلوم کړو چې په پاکستان کې څومره دي، ځکه تراوسه هغه موږ لا ندي شمېرلي، نو موږ ته هر نفر راځي چې زه هلته مچیو صندقونه لرم، خو تراوسه هم موږ هلته سفر ندی کړی چې هلته موږ دقیق هر فارم وګورو چې شته یا نه.»
د مُچیو روزونکي وايي چې اوس افغانستان کې تولېدېدونکي شات چې د کیفیت له پلوه ډېر لوړ دي، پاکستاني سوداګر یې په ارزانه بیه اخلي او په خپل نوم یې نورو هېوادونو کې پلوري.