د اسراییل پوځ تایید کړه چې تېره ورځ پنجشنبه د غزې سویل کې جلا جلا نښتو کې یې دوه سرتیري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د راپورونو پراساس، د حماس وسلهوالو د رفح ښار یوې ودانۍ کې چې اسراییلي سرتیري پهکې ځای پر ځای شوي وو، ډزې کړي او دغه ودانۍ په سرتېرو نړېدلې چې یو په کې ووژل او دوه نور ټپیان شول.
دوهمه پېښه شاوخوا دوه ساعته وروسته په همدې سیمه کې شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسراییل ویلي چې د پرسونل په یوه زغرهوال موټر چاودنه شوې چې یو سرتېری په کې وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.
د دریو ټپي اسراییلي سرتېرو وضعیت هم نازک ښوول شوی دی.



