Asset 1SWN

چین افغانستان سره د روغتیا، انرژۍ او کرنې برخو کې همکاري کوي

Grh6gwyXIAAQMvH

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (پنجشنبه، د جوزا لومړۍ) ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین د پرمختیايي همکاریو د ادارې مشر چن ژیاؤډونګ سره لیدلي.

دغه ناسته کې د افغانستان په بیارغونه کې د چین د پرمختیايي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه شوي.

ښاغلي چن ژیاؤډونګ له افغانستان سره د روغتیا، انرژۍ، کرنې او ظرفیت لوړولو په برخو کې د همکاریو ژمنه کړې او هیله یې ښوولې چې افغانستان سره خپلو دوامدارو همکاریو ته دوام ورکړي.

ده همداراز د افغانستان د بنسټیزو تأسیساتو د آبادۍ، مالدارۍ او د نفتو او ګازو د امکان سنجۍ د مطالعې او څېړنې په برخه کې هم د همکاریو ژمنه کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امیرخان متقي هم ویلي، اسلامي امارت له خپل ټول توان په ګټې اخیستو د هېواد اقتصادي رغونې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه دغه لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې د کرنې، انرژۍ او اوږدمهاله پروژو په برخه کې د افغانستان او چین ترمنځ نږدې همکارۍ رامنځته شي.

د یادونې ده چې امیرخان متقي د تېرې سې‌شنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره بیجینګ ته سفر کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام