جاپان د افغانستان روغتیايي برخې سره ۳ میلیون ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان په کچه د حیاتي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د پیاوړتیا لپاره ۳ میلیون ډالره مرسته کړې.

دغه بنسټ نن پنجشنبه جدې ۲۵مه / جنوري ۱۵ یوه اعلامیه کې ویلي، دا نوې مالي مرسته به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ولګول شي.

سوړ ژمی او تش لاسونه؛ «دوه معیوبه مې درلودل، خو له لاسه مې ورکړل»

په داسې حال کې چې ډاکټران او نړیوالې روغتیايي ادارې بیا بیا ټینګار کوي چې د ژمي په موسم کې د موسمي ناروغیو د مخنیوي لپاره د کورونو تاوده ساتل او سالمه او پیاوړې تغذیه بنسټیز رول لري، خو یوشمېر ښاریان وايي چې بې‌وزلۍ یې ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

پر ښځو ډیجیټالي کنټرول؛ د نارینه‌وو اندېښنه، د مېرمنو محدودیت

سلام‌وطندار له ۲۵ ښځو سره د مرکو پرمهال موندلې چې د یادو مېرمنو له ډلې یې، ۱۸ د خپلو کورنیو له لوري د ډیجیټالي محدودیت سره مخ شوي دي.

د یادو مېرمنو له ډلې یې، اته د خاوندانو له لوري، اته د پلار او ورور له‌خوا، یوه د مور او یوه هم د خپل کوژدن له لوري د خواله رسنۍ پر کارونې محدودې شوې دي.

پېژندپاڼو کې تېروتنې؛ «یوه میاشت کې مې نوم اصلاح کړ»

هېواد کې د برښنايي پېژندپاڼو یوشمېر غوښتونکي وايي چې د پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره یې، په میاشتو انتظار کړی او اوس یې چې ترلاسه کړي، املايي او نورې تېروتنې لري.

د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکې امنه وايي چې برښنايي پېژندپاڼه کې یې، د تېروتنو له امله تحصیلي سندونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

د قانون او شریعت شته‌والی؛ ډېری خاوندان مېرمنو ته مالي حساب نه‌ورکوي

په داسې حال کې چې قانون او شریعت د خاوندانو له لوري مېرمنو ته حساب ورکول د ښځو حق ګڼي، خو ډېری مېرمنې له خپل دې قانوني حق څخه ناخبرې دي. دیني عالمان او حقوق‌پوهان وايي چې د مالي حساب پټول، نه یوازې د شریعت خلاف دی، بلکې قانوني څار هم لري.

نه‌پاملرنه؛ معلولیت‌لرونکې مېرمنې فقر، وزګارتیا او ټولنیزې انزوا کې ژوند کوي

د دوی په وینا، قانون کې د معلولیت‌لرونکو کسانو پر وړاندې د تبعیض مخنیوي سربېره، معلولیت‌لرونکې مېرمنې له جدي ستونزو سره مخ دي. د ۱۳۸۲کال د اساسي قانون د مادو له مخې، دولت مکلف دی چې معلولیت‌لرونکو ته ټولنیز، روغتیايي، مالي او درماني خدمتونه وړاندې کړي.

لوګر کې مېرمنو ګلدوزۍ او موره‌بافۍ ته مخه کړې

د پل‌علم ښار یوه اوسېدونکې برښنا سلام‌وطندار ته وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې په خپل کور کې د ګلدوزۍ او موره‌بافۍ کار پیل کړی او له همدې لارې هره میاشت لسګونه زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.

 نوموړې چې د دې کار ځای مشره هم ده زیاتوي چې د سیمې ګڼ‌شمېر وزګارې نجونې او مېرمنې د زده‌کوونکو په توګه ورسره یوځای شوي او نوموړې ورته د لاسي صنایعو په برخه کې روزنه ورکوي.

زغم؛ د ژوند سختیو پرمهال د ځوانانو د مبارزې وسله

په دې راپور کې د ۱۹ داسې ځوانانو ژوند ته کتنه شوې چې د ځوانۍ پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، خو دوی په لوړ هوډ او زغم سره له دې خنډونو سره مبارزه کړې او د خپلې خوښې ژوند یې، برابر کړی دی.

په دې راپور کې مرکه شوي ۱۹ ځوانان دي چې نهه یې، هلکان او لس یې نجونې دي.

د پېژندپاڼو نه‌لرونکو ۲۰ مېرمنو سره د سلام‌وطندار مرکې!

پېژندپاڼه هغه سند دی چې له مخې یې، په یوه هېواد کې د کس قانوني شتون ثابتوي؛ خو افغانستان کې ډېری مېرمنې له دې سند او له خپل رسمي هویت محرومې دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له شلو داسې مېرمنو سره مرکې کړې چې پېژندپاڼې نه‌لري. د مرکو پایله ښيي چې دغه مېرمنې نه‌شي کولای زده‌کړې وکړي، کار وکړي، سیمکارټ واخلي او یا هم بشري مرستې ترلاسه کړي.

د کجکې بند د اوبو کچې ټیټوالی؛ هلمند او کندهار کې برښنا بنده شوې

د کجکې برښنا بند د هلمند سیند پر مسیر یو له مهمو تولیدي بندونو څخه دی چې د هلمند او کندهار ولایتونو د برښنا یوه لویه برخه ترې تامېنېږي.

د وروستیو وچکالیو او د اوبو کچې کمېدو له امله د یاد بند تولیدي سیستم درېدلی چې له کبله یې ښاري او سوداګریز فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ښځو دیني پوهه؛ شریعت او قانون یې مني، خو ټولنه تر انکار کوي

افغانستان کې ناسمو دودونو تر ډېره دیني چارو کې د ښځو د علمي فعالیتونو مخه نیولې، داسې حال کې چې اسلام او شریعت دغه حق ښځو ته ورکړی.
دیني عالمان وایي، شریعت کې د ښځو لپاره د دیني متونو د تفسیر او څېړنې حق رسمیت لري.
حقوق‌پوهان هم ټینګار کوي چې د افغانستان قوانینو کې د ښځو د دیني فعالیتونو لپاره ممنوعیت شتون نه لري.

کونډې ښځې؛ د ټولنیزو دودونو تر فشار لاندې ژوند

په ۸ ولایتونو کې له ۱۵ کونډو ښځو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې د دغو ښځو دویم واده په خپله خوښه نه‌، بلکې د دودیزو فشارونو، اقتصادي ستونزو او د ټولنې د قضاوت پایله ده. موندنې ښيي چې دا مهال ۷ ښځې د خپلې کورنۍ او د مېړه د کورنۍ «خُسرخېلو» له لوري د بیا واده کولو تر فشار لاندې دي او ۸ نورې ښځې د مېړه د کورنۍ د فشار له امله له خپل ایور «د مېړه ورور» سره واده کولو ته اړې شوې دي.

کم‌عمر کې ودونه؛ کله چې د کورنیو پرېکړې د نجونو ماشومتوب پایته رسوي

افغانستان کې د کم‌عمر ودونه د ښځو او نجونو د بشري حقونو له تر ټولو جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي، هغه موضوع چې په ډېرو مواردو کې د کورنیو له جبر سره مل وي او له وخت مخکې د نجونو ماشومتوب پایته رسوي.

د تخار اوسېدونکې ۳۰ کلنه حلیمه وایي، هغه مهال یې واده وشو چې یوازې ۱۲ کلنه وه، هغه عمر چې د قانون له مخې د ماشومتوب دی او ماشوم د پرېکړې نیولو توان نه‌لري.

د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې د ښځو رول؛ ننګونې او محرومیتونه

لاسي صنایع او د کورنیو خوراکي محصولاتو تولید، د افغان د ښځو له پخوانیو مهارتونو څخه شمېرل کېږي. له اوږدې مودې راهیسې ګڼو افغان ښځو د همدې لارې له عاید څخه خپل ژوند پرمخ وړلو او د خپلو کورنیو د عاید سرچینه یې برابره کړې؛ خو د کارګرانو او ښځو د ملاتړ ځانګړو ادارو کې د ثبت او راجستر کېدو په اړه د کافي پوهاوي نشتون لامل شوی چې ډېری دغه ښځې د یادو ادارو د ثبت له قانوني امتیازونو او ملاتړ څخه بې‌برخې پاتې شي.

د کونړ زلزله‌ځپلو وضعیت ارزونې په اړه د سلام‌وطندار سروې

سلام‌وطندار په کونړ کې له شوې زلزلې وروسته د ۱۰۶۱ زلزله‌ځپلیو کورنیو  وضعیت ارزولی چې موندل شوې، یادې کورنۍ د جنسیتي محدودیتونو، اقتصادي تړاو او فرهنګي خنډونو له کبله تر نورو ډېر زیانمن شوي او بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

کونړ کې د زلزله‌ځپلو په اړه د سلام‌وطندار نظرپوښتنه

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې په ۹مه چې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ له ۳۱مې سره برابره وه، د یکشنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د هېواد ختیځ په ځانګړي ډول کونړ ولایت ولړزاوه. د کونړ زلزله دې وروستیو کلونو کې تر ټولو مرګونو زلزلو شمېرل کیږي. د دې پېښې له امله شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو ژوند بایللی او تر ۴۰۰۰ زیات ټپیان شوي. دغه سروې کې هڅه شوې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو غږ انعکاس پیدا کړي.