
ښځو سره کورنۍ تاوتریخوالی؛ هغه ښځې چې په غیرشرعي دلایلو وهلټکول کیږي
د هېواد ۹ ولایتونو کې ۱۵ ښځو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې ۱۳ هغوی د خپلو مېړنو، یوه د خپل پلار او یوه هم د بلې ښځې له لوري فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوي.
دغو ښځو ویلي چې د ماشومانو په ژوند او روزنه کې د مېړه کورنۍ د لاسوهنې مخنیوي، د کور کارونو په ترسره کولو کې د ځنډ او ځینو نورو لاملونو په دلیل وهل ټکول شوي.














