
لوګر کې مېرمنې د مالدارۍ له لارې د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي
د لوګر مرکز پُلعلم ښار کې یو شمېر ښځې چې په مالدارۍ بوختې دي، سلاموطندار سره خبرو کې وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې

د لوګر مرکز پُلعلم ښار کې یو شمېر ښځې چې په مالدارۍ بوختې دي، سلاموطندار سره خبرو کې وايي چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې

د فاریاب د المار ولسوالي اوسېدونکې حمیرا ایوبي میمنې ښار ته له راتلو وروسته د خیاطي کوچنۍ کارخونه جوړوي چې نه یوازې دې، بلکې نورو نجونو او مېرمنو ته هم د عاید پر یوې سرچینې بدله شوې ده.
ایوبي واده کړی او لوړې زدهکړې کړي او له واده وروسته یې، دارالمعلمین او قابلګي زدهکړې کړې دي. هغه وايي چې دې کوچنۍ کارخونه کار کول، تر یوه بریده د دې د کورنۍ اړتیاوې برابروي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر ښځینه کاروونکې وايي، ډېری وختونه په بېلابېلو بڼو له انلاین تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ کېږي، داسې کړنې چې د هغوی پر ورځني ژوند او مسلکي فعالیتونو ناوړه اغېز کړی.
د دغو ښځو په وینا، انلاین تاوتریخوالی له یوې خوا د هغوی ورځني فعالیتونه اغېزمنوي او له بلې خوا یې پر رواني روغتیا منفي اغېز کوي.

سلاموطندار له ۳۲ مېرمنو سره چې عمرونه یې، د ۱۵ تر ۳۰کلونو ترمنځ دي، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، د یادو مېرمنو له ډلې ۲۰ یې، د کورنیو او ټولنیزو فشارونو له امله خپل نومونه پټ ساتي.

سلاموطندار په دې راپور کې له ۲۵ ځوانانو سره مرکې کړي چې ۱۴ یې مېرمنې او یوولس یې نارینه دي. دوی د هېواد په لسو ولایتونو کې پر غیردولتي بنسټونه کې دنده کوي. ټول مرکه شوي په قراردادي توګه کار کوي او هېڅ یو یې اوسنۍ دنده خوندي نهګڼي.

له ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د ډېرو کورنیو لپاره د کړاوونو د نوي پراو پیل بلل کېږي چې د دې بهیر له امله تر ټولو ډېرې ښځې زیانمنې شوي او فقر، ناروغیو، وزګارتیا او سختو رواني فشارونو سره مخ دي.
۳۰کلنه بلقیس سلاموطندار ته وایي، سره له دې چې په ایران کې یې د هستوګنې قانوني اسناد لرل، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې په زوره افغانستان ته راستنه کړل شوې ده.

سره له دې چې د رحم د خولې سرطان د نړۍ په کچه د ښځو ترمنځ دویم تر ټولو عام سرطان او له مزمنو او وژونکو ناروغیو څخه شمېرل کېږي، خو په افغانستان کې د ښځو ترمنځ د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي نشتون لامل شوی چې هغوی له دې ناروغۍ لا ډېرې زیانمنې شي.
په دې راپور کې له ۸ ولایتونو څخه ۱۷ ښځو سره مرکې شوي او ټولو ویلي چې د دې ناروغۍ د نښو او خطرونو په اړه هېڅ ډول پوهاوی نهلري.

په داسې حال کې چې لرې پرتو سیمو کې د ښځو لپاره د کار او عاید فرصتونه محدود دي، خو د کونړ نرنګ ولسوالۍ کې

د وروستیو میاشتو پرمهال په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیو لوړېدو سره دې چارې په هېواد دننه پر یوشمېر کورنیو منفي اغېز کړی او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.
یوشمېر هغه کورنۍ چې د خپلو اولادونو د واده لپاره پر چمتووالي بوخت دي، سلاموطندار ته وايي چې د سرو زرو بیو لوړېدو دوی تر سخت فشار لاندې راوستې دي.

سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو له ۳۰ مېرمنو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، ښوونیز او کاري محدودیتونو دوی اړ کړې چې په خپل کور کې په خپلسري توګه خیاطي، نقاشي او نورې حرفې زدهکړي.
که څه هم دوی له امکاناتو له کمښت شکایت لري، خو د یادو له ډلې ۱۸ هغه یې، بریالۍ شوي چې له دې لارې ثابت درامد ولري.

یوشمېر دندهلرونکې مېرمنې وايي، که څه هم دنده لري، خو د عاید لګولو اختیار نهورکول کېږي او د خاوند او یا هم کورنۍ له لوري د معاش ورسپارلو له امله پرې فشار راوړل کېږي.
دیني عالمان وايي چې اسلام کې مېرمن او نارینه دواړه د مالکیت حق لري او څوک واک نهلري چې د مېرمنې له خوښې پرته له هغې معاش واخلي.

په داسې حال کې چې بېکاري هېواد کې د ډېرو ښځو لپاره پر یوې جدي ټولنیزې ستونزې بدله شوې، لوګر کې د حمیرا هاشمي په نوم یوې هوډمنې میرمنې د لسګونو بېکاره ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړې. هغه وایي، په پیل کې یې یوازې د کورنۍ او نږدې خپلوانو لپاره جامې ګنډلې، خو ورو ورو د سیمې خلکو پرې باور وکړ او خپلې جامې یې د ګنډلو لپاره ور وړلې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر یوناما ویلي چې د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو کابل ته خپل سفر پایته رسولی.
یوناما تېره شپه ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي چې ډیکارلو د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنه کې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زدهکړې او کار حق د بېرته ورکولو پر اړتیا ټینګار کړی.

سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۳ مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې دغه مېرمنې د کوچنیو پوروونو په ترلاسه کولو سره، هڅه کړې چې په خپلو پښو ودرېږي، خو د یادو مېرمنو له ډلې یې، د شپږو هغو تجربې ښيي چې دغو پورونو د فرصتونو ترڅنګ اقتصادي او رواني فشارونه هم له ځان سره لرل.

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکې ۳۵ کلنه زرغونه د ۳ ماشومانو مور ده او ۳ کاله مخکې یې د ښځو لپاره په یوه کرنیز

د هرات ښار په یوې څنډه کې یوه کوچنۍ کارخونه د ګڼو نجونو او مېرمنو لپاره د عاید پر سرچینې بدله شوې ده.
دغه کوچنۍ کارخونه کال وړاندې د یوې مېرمنې له لوري جوړه شوې چې دا مهال پهکې ۳۰مېرمنو ته د کار کولو زمینه برابره شوې چې پهکې بېلابېل ډوله برښنايي لامپونه جوړوي.