د خوست مرګونې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي

د خوست ولايتي مسوولان وايي چې د عليشرو ولسوالي د مرګونې پېښې په تړاو یې، دوه شکمن کسان نيولي دي.

د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته وايي چې بيګاه شپه ۹:۰۰ د عليشرو ولسوالي د ابوخانې سيمه کې وسله‌والو د يوې کورنی لس غړي په ډزو وژلي وو.

عبدالکبیر: نړۍ دې زموږ خپلواکۍ کې کار نه‌لري

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير وايي، اوسنی نظام ورته ګران دی او نه‌غواړي نړۍ سره یې، ښکېل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې خوست کې د یوې دیني مدرسې په فراغت‌غونډه کې کړې دي. عبدالکبیر ټينګار کړی چې سرپرست حکومت له نړۍ سره په «کشمکش کې ښکېلتیا» نه‌غواړي او په وینا یې، ټولو سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.

یو افغان د امریکايي بندیانو تبادله کې ازاد شوی

د بهرنیوچارو وزارت وايي چې امریکا کې افغان بندي، خان محمد د یاد هېواد له لوري خوشې او نن سه‌شنبه، سلواغې دویمه هېواد ته راستون شوی دی.

د یاد وزارت ویاند ضااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه په یوې خبره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد افغان د امریکايي بندیانو په بدل کې خوشې شوی دی.

هلمند کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي له‌منځه وړل شوي

د هلمند امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي او له‌منځه وړل شوي دي.

د دوی په وینا، یاد نشه‌يي توکي د بهرامچې، ګرشک، سنګین، باغران او خانشین ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.

خوست کې د جرمونو په تور ۱۳ کسان نیول شوي

خوست کې د تېرو دوو ورځو پرمهال ۱۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دويمې امنيتي حوزې ځواکونو ۱۳ کسان د بېلابېل جرمونو په تور نيولي دي.

لوګر کې د یوه کس مړی موندل شوی

د لوګر  د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د یوه عمر لرونکي کس مړی موندل شوی دی.

پر غزې د اسراییلو بریدونو د ۷۶ کسانو ژوند اخیستی

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۷۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو د پوځ په بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

هلمند کې د ۱۰میاشتو پرمهال د جرمونو په تور ۸۰ کسان نیول شوي

د هلمند امنیه قومنداني د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولانو د تېرو لسو میاشتو پرمهال ۸۰کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د امنیه قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني وايي، دغه کسان تېرو لسو میاشتو کې د لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو اړوند سیمو کې نیول شوي.

اسلامي امارت او اذربایجان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی

 د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، دغه کتنه کې د دغه وزارت سیاسي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولینزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې.

غچ‌اخیستونکي بریدونه؛ دفاع وزارت: د شریرو عناصرو پټن‌ځایونه مو په نښه کړي

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د ا.ا ځواکونو د ډیورنډ فرضې کرښې ها‌خوا پاکستان کې په څو سیمو کې غچ‌اخستونکې بریدونه کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي، ځواکونو د افغانستان سوېل‌ختیځ ډیورنډ فرضې کرښې هغې غاړې کې د «شریر عناصرو او د هغوی د ملاتړو» په څو مرکزونو او پټن‌ځایونو چې په افغانستان کې د بریدونو د تنظیم لپاره ترې کار اخیستل کېده، بریدونه کړي دي.

خوست کې د پاکستان پرضد لاریون؛ «کرایه شوی پوځ ظالمانه بریدونه کوي»

د خوست سلګونه اوسېدونکو نن شنبه، جدي اتمه له ډیورنډ فرضې کرښې هاخوا د اسلامي امارت د غچ‌اخیستونکي برید په ملاتړ او د پکتیکا په برمل ولسوالي د پاکستان د هوايي بریدونو پر ضد لاریون وکړ.

لاریون‌‌کوونکي چې د خوست مرکزي سرګردان چوک کې راټول شوي وو، وايي، په برمل ولسوالي د پاکستان بريدونه په افغان خاوره ښکاره تيری دی.

برمل کې خونړۍ شپه؛ د هغه ماشومان کیسه چې کورنۍ یې تر خاورو لاندې شوه

پاکستاني ځواکونو د مرغومي په څلورمه، د سه‌شنبې شپه د پکتیکا د برمل ولسوالي پر لامن، مرغه او سوزغمي سیمو هوايي بریدونه وکړل. د دغو بریدونو غږ د شپې ارامي ماته او یوشمېر کورونه یې له خاورو سره خاورې کړل چې په خوارۍ او سختۍ یې جوړ کړي وو.

یونیسف: پر پکتیکا د پاکستان برید کې ۲۰ ماشومان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، پر پکتیکا د پاکستاني پوځ هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.
په سوېلي اسیا کې د یونیسف سیمه‌ييز مدیر سانجي ویجسکرا د مرغومي په شپږمه، د پنجشنبې ورځ پر اېکس د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې او لیکلي یې دي: «ماشومان هېڅکله موخه نه‌دي او نه باید واوسي.»

ناپېژنده وسله‌والو په پروان کې «دوه ورونه» وژلي

د پروان د امنیې قومانداني مسوولان وايي، ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې دوه ورونه وژلي دي.
د دوی په وینا، دا پېښه د مرغومي په پنځمه، د چهارشنبې شپه شاوخوا نهه بجې د جبل‌السراج په مناره سیمه کې شوې ده.