پر پاکستان د هند توغندیز بریدونه؛ ۸پاکستانیان وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي

د هند پوځ د “سندور” په نوم عملیات پیل کړي چې پاکستان او د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ٩ سیمې په نښه کړي دي.

د راپورونو پر اساس، دغو توغندیو بریدونو کې تردامهاله لږ تر لږه ٨ پاکستانیان وژل شوي  او تر ۳۵ ډېر ټپیان دي.

بلخوا پاکستاني پوځ له هند څخه د “جګړې عمل” ته د قوي ځواب ورکولو ژمنه کړې ده.

کرزی پاکستان ته: د وسلو پرځای علمي مرکزونه د افغان شخصیتونو په نوم کړئ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد دې د وسلو او راکېټونو پرځای خپل علمي مرکزونه د افغان شخصیتونو په نوم کړي. کرزي پاکستان ته په اشارې سره همداراز ټينګار کړی چې افغانستان غوره علمي او فرهنګي شخصیتونه لري چې په وینا یې، نړۍ یې، درنښت لري.

اسراییل په یوه ورځ یمن، لبنان، سوریه او غزه کې بریدونه کړي

اسراییلي ځواکونو تېره ورځ دوشنبه په یمن، لبنان، سوریې او همدارنګه په غزې هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
که څه هم تراوسه یمن، لبنان، سوریې او غزې کې د مرګژوبلې کره شمېر نه دی مشخص شوی، خو ویل شوي چې په ټولیزه توګه دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.

د غزې نیولو طرحه؛ حماس: د اسراییل هر ډول هڅې به ماتې سره مخ شي

د حماس یو لوړپوړي چارواکي د اسراییل له لوري د غزې د نیولو لپاره هر ډول طرحه رد کړه.
محمود مرداوي ویلي، د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټول‌وژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسراییلو هر ډول هڅې له ماتې سره مخ شي.
د هغه په وینا، له اسراییلو سره یوازې هغه هوکړه مني چې بشپړ اوربند او له غزې د ټولو اسراییلي سرتېرو وتلو ته لاره هواره وي.

غزه کې نژدې ۳۰۰زره ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي

د غزې د رسنیو دفتر ویلي چې د اسراییل محاصرې او د لوږې له امله شاوخوا ۲۹۰ زره فلسطیني ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي.
د راپورونو پر اساس، د غزې د محاصرې په څه باندې دوو میاشتو موده کې، شاوخوا ۷۰ زره فلسطیني ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

نتنیاهو پر حوثیانو د لازیاتو بریدونو خبرداری ورکړی

د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو تېره ورځ له یمن څخه بن ګوریون هوايي ډګر ته نژدې د لګېدلي توغندي په غبرګون خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د حوثیانو پر وړاندې بریدونه ډېر کړي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، نتانیاهو د کابینې له غونډې وړاندې ویلي، اسراییلي ځواکونه به د امریکا په همغږۍ یمن کې د حوثیانو پر وړاندې لا ډېر بریدونه ترسره کړي.

د اسراییلو محاصره؛ غزه کې لوږې ۵۷ کسان مړه کړي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، غزې ته د توکو په لېږد د اسراییلو بندیز په دلیل هلته د لوږې له امله لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان مړه شوي دي.
د غزې روغتيايي مسوولانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پولو د بیا پرانیستلو لپاره اقدام وکړي.
الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې وروستي مورد کې یوه ماشومه د شنبې په ورځ د غزې ښار په لویدیځ کې رانتیسي روغتون کې د خوارځواکۍ له امله مړه شوې ده.

مودي خپلو سرتېرو ته: کولی شئ د کشمېر برید غچ واخلئ

هندي رسنیو راپور ورکړی چې کشمیر کې پر سیلانیان له برید وروسته چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل پوځ ته د “عمل ازادي” ورکړه، تر څو د یاد برید غچ واخلي.
دې سره د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي، کره اطلاعات په واک کې لري چې ښیي، هند به له ٢٤ تر ٣٦ ساعتونو پورې په پاکستان بريد کوي.

مولوي عبدالکبیر: د شریعت په رڼا کې ټولو سره تعامل ته چمتو یو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر ایکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا سره ليدلي او د افغان کډوالو، کورنيو بیځایه شوو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه یې خبرې کړي.

د یوناما مشرې له کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ او ویلي، د دې برخې لپاره به لا ډېر مالي امکانات راجلب کړي.