ذبیح‌الله مجاهد: کابل ښار کې د تېرې شپې چاودنو پلټنې روانې دي

د اسلامي امارت ویاند کابل ښار کې د چاودنو غږونو اورېدل تاییدوي، خو وايي چې د اندېښنې وړ خبره نشته.
ذبیح‌الله مجاهد پر اېکسپاڼه لیکلي: «کابل ښار کې د چاودنې غږ اوریدل شوی، خو څوک دې تشویش نه‌کوي، خیر او خیرت دی.»
ورته وخت کې د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکو ویلي چې د قوي چاودنو او د بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو غږونه یې اورېدلي.

اسراییل او حماس غزه کې په اوربند هوکړه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسراییل او حماس غزه کې د اوربند طرحې پر لومړۍ پړاو هوکړه کړې.

قطر هم چې د اوربند خبرو کې یې مهم منځګړی رول درلود ویلي، د اوربند طرحې د لومړي پړاو د ټولو ګټو او اجرايي میکانیزمونو په اړه هوکړه شوې.

حماس غورځنګ یوه بیانیه کې ویلي چې غزه کې د جګړې پایته رسولو، د اسراییلي ځواکونو وتلو، د مرستو رسولو او د زندانیانو پر تبادلې هوکړې ته رسېدلي.

هرات کې لسګونه میله وسلې او پوځي مهمات نیول شوي

د هرات د امنیې قومنداني چارواکي وايي، د ترورېزم ضد مدیریت د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه میله وسلې او پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.

د امنیې قومنداني د ترورېزم ضد مدیر عبدالکریم حق‌نما ویلي، دا وسلې د روان لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې نیول شوې دي.

متقي او لاوروف د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې بهرنیو چارو سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو په لا پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو په پراختیا او سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې کړي.
متقي دغه لیدنه کې د روسیې له‌خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پرېکړه ستایلې او هغه یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو مهم او تاریخي بدلون بللی.

روسیه کې د متقي په ګډون د مسکو فارمټ ناسته پیل شوه

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې نن د «مسکو فارمټ اوومه ناسته» د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په رسمي ګډون پیل شوه.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، متقي د رسمي بلنې پربنسټ، په دې غونډه کې ګډون کړی دی. ټاکل شوې ده چې ګډونوال د افغانستان پر اوسني وضعیت، د ثبات د ټینګښت پر لارو چارو، سیمه‌ییزو همکاریو، د مخدره موادو پر قاچاق او د ترهګرۍ پر ګواښونو بحث وکړي.

د غزې دوه کلنه جګړه؛ فلسطین د نړیوال سیاست په محور ګرځېدلی

د حماس او اسراییل جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس غورځنګ له‌خوا د «الاقصی طوفان» له عملیاتو وروسته پیل شوه، له دایمي اوربند پرته، د تازه پیل شوو خبرو تر سیوري لاندې درېیم کال ته داخله شوه.

تېر دوه کاله د اسراییل او حماس ترمنځ نښتې تر ټولو خونړی فصل بلل کېږي چې سیمه یې له ژور بشري او سیاسي کړکېچ سره مخ کړې.

متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته تللی

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومې ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا لومړی ځل دی چې امير خان متقي مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

ذبیح‌الله مجاهد: د بګرام اډه هېڅ‌کله امریکا ته نه ورکوو

د اسلامي امارت ویاند افغانستان کې د بګرام هوايي اډې “بیرته نیولو” لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه په کلکه رد کړې.

ذبیح‌الله مجاهد سکای‌نیوز سره تازه مرکه کې ویلي، افغانان هېڅ‌کله اجازه نه‌ورکوي چې هر ډول شرایطو کې یې خاوره چا ته وسپارل شي.

هغه وویل: «د بګرام هوايي اډه به هیڅکله امریکا ته ونه سپارو.»

هرات کې د درې میلیونه افغانیو د غلا په تور یوه ښځه نیول شوې

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې هرات کې د څه باندې درې میلیونه افغانیو د غلا په تور یوه مېرمن نیول شوې ده.

نوموړي نن دوشنبه، تلې ۱۴مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مېرمن د هرات د پولیسو له‌خوا نیول شوې.