د اسلامي‌ امارت غچ‌اخیستونکي بریدونه؛ پاکستاني ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي

پر ډیورنډ فرضي کرښه پر پاکستانیو پوستو د اسلامي امارت د تېرې شپې غچ‌اخیستونکو بریدونو کې پاکستاني پوځ ته درانه تلفات اوښتي او ګڼ شمېر امنیتي پوستې یې ویجاړې شوي.
د اسلامي امارت مسوولانو ویلي، افغان پوځ تېره شپه په کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه په پاکستاني ځواکونو عملیات کړي.

د متقي او جي‌شنکر ترمنځ غونډه؛ د اړیکو په پیاوړتیا خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي خپل هندي سیال ایس‌جې شنکر سره نوې‌ډیلي کې غونډه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو تر منځ په تګ راتګ او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیز بحث شوی.

حامد کرزي په کابل او پکتیکا د پاکستان بریدونه غندلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د نړیوالو اصولو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی.
هغه ویلي چې د افغانستان او سیمې پر وړاندې د پاکستان پالیسۍ غیرمسوولانه دي او هغه څه چې ورسره لاس او ګرېوان دی، د اسلام‌اباد د ناسمو او غلطو پالیسو پایلې دي.

ذبیح‌الله مجاهد: کابل ښار کې د تېرې شپې چاودنو پلټنې روانې دي

د اسلامي امارت ویاند کابل ښار کې د چاودنو غږونو اورېدل تاییدوي، خو وايي چې د اندېښنې وړ خبره نشته.
ذبیح‌الله مجاهد پر اېکسپاڼه لیکلي: «کابل ښار کې د چاودنې غږ اوریدل شوی، خو څوک دې تشویش نه‌کوي، خیر او خیرت دی.»
ورته وخت کې د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر کاروونکو ویلي چې د قوي چاودنو او د بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو غږونه یې اورېدلي.

یوشمېر مېندې: «مېړه مې ښه چلند نه‌کاوه، ویل یې ولې زوی نه‌زېږوې»

یو شمېر هغه ښځې چې زامن نه‌لري وايي، په پرلپسې ډول د نجونو زېږون په دلیل تاوتریخوالي سره مخ شوي.
دغو ښځو ویلي، د امیندوارۍ پرمهال او له زېږون وروسته له اړینې پاملرنې بې‌برخې پاتې شوي او د خپلو مېړونو په کورنیو کې په سپکاوي او بدو نومونو یادې شوي.
په دغه راپور کې له هغو ښځو سره خبرې شوي چې له پنځو تر اته لوڼې لري او له ودونو یې ۱۲ تر ۲۰ کلونو تېر شوي.

بدو کې د نجونو ورکړه، واده شوې مېرمنې سختو ستونزو سره ژوند تېروي

په افغاني ټولنه کې که له یوې خوا نجونو سره د واده کولو پرمهال مشوره نه‌کیږي، بل ناوړه دود دا دی چې د دوو کورنیو ترمنځ بدیو کې د روغې جوړې پرمهال نجونې یو بل ته ورکول کیږي.
په بدو کې ورکړل شوې نجونې وايي، د ژوند ټولې هیلې یې په اوبو لاهو شي، سختۍ او کړاونه یې پیل او د مرګ تر وخته ځوریږي.