
نورالدین عزیزي: افغانستان به د سیمې د ټرانزیټ په مرکز بدل کړو
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن (سهشنبه، ثور د افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې ویلي، سرپرست حکومت ژمن دی چې افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن (سهشنبه، ثور د افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې ویلي، سرپرست حکومت ژمن دی چې افغانستان

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي.
هغه وویل، قزاقستان د تورغونډۍ ـ هرات ـ سپینبولدک اوسپنې پټلۍ پروژې، د تورغونډۍ – هرات فاز د عملي چارو د پيل لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته چمتو دی.

د غزني د مرکز «عليلالا» دښت کې د نیزې وهلو سلګونه مینهوال سر اټول شوي، څو د دغه ولایت د نیزې وهلو ټیم وهڅوي؛ د نیزې وهلو لوبه، غېږ نیونه او دې ته ورته نورې لوبې، د غزني او د هېواد د سوېلي ولایتونو د خلکو له فرهنګ سره تړلي دي.
۵۰کلن فدامحمد سلطاني د غزني د نیزې وهلو لوبډلې غړی دی.

د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن مخکې له غرمې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې به د دواړه لوري د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو ترڅنګ، د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د اریانا افغان هوايي شرکت مشر ویلي، تر دې وروسته به هره اونۍ د اریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه د چین ارومچي ښار ته دوه الوتنې ترسره کوي او دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پراختیا لپاره شوی دی.
د هغه په وینا، د چین ارومچي ښار ته اونۍ کې دوه ځلې الوتنې به د سوداګرو ننګونې راکمې کړي.

هغه وویل: «له تاسو مې یو خواهش دا دی چې د خپل وظیفې او رسمي وخت کې موبایلونه مه استعمالوئ، قدرمنو علماو کرامو، ځکه مروویت نه هم خلاف دی او خلکو باندې هم ستا اثر ښه نهوي، بدلېږې. په چهارراهي کې ولاړ یې، خلک ګرځي راځي، ماو تا سپین چپن اچولي وي او هلته موبایل ګورو، امربالمعروف بیا چاته کوو.»

د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې له ۴۰۰ نجونو او هلکانو سره د سلاموطندار د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې ۷۹.۵ سلنه دغه ځوانان د کډوالۍ انګېزه لري. دغو ځوانانو ویلي چې خپلو موخو او غوښتنو ته د رسېدو لپاره، نورو هېوادونو ته د تلو په فکر کې دي.
نظرپوښتنه کې راغلي چې بېلابېل دلیلونه لامل شوي چې دوی د کډوالي په فکر کې شي.

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې هغه ځای ته راغلي یوو چې ارامه فضا لري او د کتابونو او تازه جوړې شوې قهوې بوی پهکې احساسېږي.
د عرفان په نوم کتابځای؛ د کتاب مینوالو لپاره ارامه فضا رامنځته کړې او هغه ځای دی چې د کتاب لوستلو فرهنګ یې ژوندی ساتلی دی.

د خوست ولايت مقام تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غلامخان بندر د نباتي قرنطین مدیریت لخوا د ٣ ټنه بېکیفیته او خوسا شويو

د لوګر د عامې روغتیا ریاست له لوري په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت سیمهییزو چارواکو په ګډون د ملي دفاع وزارت او د یوشمېر موسسو استازو ګډون کړی وو.

د کندهار کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «مېلکو لبنیاتو شرکت» د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په موخه د ارغنداب ولسوالي په منارې سیمه کې د شیدو راټولولو مرکز جوړ کړی دی.
په دې مرکز کې په ورځنۍ کچې ۱۵زره کیلوګرامه تازه شیدې راټولېږي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې د تېرې ورځې په غونډه کې، دواړو لوریو د خبرو له لارې د شخړو او ننګونو پر حل ټینګار کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر کړی دی.

د دغه ولایت امنیه قومنداني د پاسپورت امر مولوي عبدالله عابد پلعلم کې خبریالانو ته وویل، د تېر یوهکال په لړکې د لوګر اوسېدونکو ته څه شاوخوا ۲۰زره ټوکه پاسپورتونه وېشل شوي چې له یادې لارې ۱۰۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د حکومت خزانې ته ورکړل شوي دي.

د خوست په غلامخان بندر کې د نباتي قرنطین مدیریت له لوري په دوو ټېلر موټرو کې بار ۲.۵ ټُنه بېکیفیته او خنثی شوي کچالو نیول شوي دي.
دغه کچالو له پاکستان څخه خوست ته رالېږدول کېدل.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۳۵ شنوخونو له ډلې، ۱۳ شنې خونې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.

د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د بېپولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې او کف موسسې له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې له یوشمېر روغتیايي مرکزونو سره د وسایلو او درملو مرسته وشوه.