د چای نړیواله ورځ؛ کوم هېوادونه ډېر چای مصرفوي؟

چای په نړۍ کې له اوبو وروسته تر ټولو خورا مشهور او ډېر څښوونکی څښاک دی. چای اوس له قهوې او بیر څخه مخکې دی، کوم چې په نړیواله کچه دویم او درېیم ځای کې دي.

د می ۲۱مه د ملګروملتونو له لوري د چای نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې چې په نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې له کلتوري پلوه هم د دې څښاک اهمیت او ارزښت په ګوته کوي.

نړیوال بانک: افغانستان کې پوروړي نه‌یو

نړیوال بانک نن (سه‌شنبه، ثور ۳۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې هېڅ پوروړي نه‌دي او په دې اړه راپورونه ناسم دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې وروستۍ ورکړې هغو باقي پاتې شویو پورونو پورې تړاو لري چې د افغانستان مخکینی حکومت له یوشمېر قراردادي شرکتونو پوروړی وو.
نړیوال بانک زیاته کړې چې دغه قراردادونه د افغانستان مخکیني حکومت او قراردادي شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي وو او د دغو پورونو د ورکړې مسوولیت د هماغه حکومت په غاړه دی، نه د نړیوال بانک.

بې‌وزلي او ناروغي؛ افغان مېرمنې په میاشتو خپله درملنه نه‌شي کولای

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له۳۳ مېرمنو سره په دې راپور کې د دوی د ناروغي او بې‌وزلي په تړاو مرکې کړې دي.

د مرکو پرمهال موندل شوې چې دغه مېرمنې د خپلې درملنې لپاره میاشتې میاشتې په تمه پاتې کېږي، څو وکولای شي، روغتیايي مرکزونو ته لاړې شي.

لوګر کې په ۳۰۰زره ډالرو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

 د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان(UNHCR) له لوري د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په ښارګوټي کې د «صلاح‌الدین ایوبي» په نوم یوه ښوونځي ته معیاري ودانۍ جوړه شوه.

د غزني په ۱۰۶ خصوصي ښوونځیو کې څه باندې ۱۰۰زره زده‌کوونکي زده‌کړې کوي

هر سهار د غزني ښار تنګې کوڅې او پلې ‌لارې د خصوصي ښوونځیو د زده‌کوونکو ګڼې‌ګوڼې سره یوه نوې بڼه غوره کوي.

هغه زده‌کوونکي چې د خپلو ښوونځیو ځانګړي لباسونه یې، اغوستي او له زده‌کړې بې‌برخې نه‌دي، هر سهار له خوشحالو ډکو څېرو او پاکو جامو سره، له مینې او هیلو ډک ښوونځي ته روان وي.

امیرخان متقي د تهران په بلنه هغه هېواد ته روان شو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ایران حکومت په رسمي بلنه نن شنبه، غويي ۲۷مه هغه هېواد ته روان شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې متقي د خپل ایراني سیال عباس عراقچي په بلنه هغه هېواد ته روان شوی او د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون ترڅنګ به ایراني چارواکو سره هم وویني.

د هغې مور کیسه چې د خپلو اولادونو لپاره د نورو کورونو کې کار کوي

د کابل ښار د «یک‌توت» سیمې د کور د انګړ په یوه کونج کې یوه ښځه له غم ډکه څېرې سره د تنور مخته ولاړه ده؛ داسې لکه د دې پروړاندې چې ستونزو او غمونو دیوال جوړ کړی.

هغه د تنور د ګرمولو لپاره د کاغذ او لرګیو څخه کار اخلي. یاده مېرمن اړه ده چې د نورو لپاره د ډوډۍ پخولو سره د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. 

هرات کې یوه کارخونه د ورځې ۴۰۰ کولر تولیدوي

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د اوبو کولرو د تولید یوې کارخونې مسوولان وايي چې یادې کارخونه کې په ورځنۍ توګه څه باندې ۴۰۰ کولر تولید او بازار ته یې، وړاندې کوي.

د افغان ابتکار په نوم د یادې کارخونې رییس محمدیونس احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې کارخونې پر جوړولو ۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او په وینا یې، شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته یې، په‌کې په مستقیم او غیرمستقیمه توګه د کارکولو زمینه برابره کړې ده.

خوست کې د «کوارتز» منرال نوی کان کشف شوی

د خوست محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په شمل دوه منده ولسوال کې د کوارتز منرال کان کشف شوی دی.

د خوست ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کانونو رياست د انجینیري ډلې له لوري په شمل دوه منده ولسوالي کې د کوارتز منرال نوی کان کشف شوی دی.

روزا اوتنبایووا: افغانان جګړو ځپلې او باید لاسنیوی یې وشي

په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا میدان‌وردګ ته د سفر پرمهال د دغه ولایت والي قاري بخیتار معاذ سربېره د یوشمېر ادارو له مسوولانو او په نرخ ولسوالي کې له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.