
راستنې شوې کورنۍ: مرستې بسنه نهکوي
په داسې حال کې چې ملګروملتونو د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، یوشمېر راستانه شوي کسان شکایت کوي چې بشري مرستې ورته بسنه نه کوي.

په داسې حال کې چې ملګروملتونو د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، یوشمېر راستانه شوي کسان شکایت کوي چې بشري مرستې ورته بسنه نه کوي.

یاد کمېسیون نن شنبه، سلواغې ۲۵مه ویلي چې ۱۰ کورنۍ د نیمروز د ابریشم پله له لارې، ۹ کورنۍ د هرات د اسلامقلعه له لارې، ۴۴ کورنۍ د کندهار د سپینبولدک له لارې، ۶۲۱ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې او ۸ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

په تخار کې یوشمېر ډاکټران وايي چې د اومېندوارۍ اړوند مراقبتونو او درملیزو خدمتونو نشتوالی لامل شوی چې مېرمنې د جنین پر هیدروسیفالي ناروغۍ اخته شي.
په ورته مهال د ډاکټرانو په وینا، د مېرمنو ناپوهي او د اومېندوارۍ اړوند مراقبتونو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې ځینې مېرمنې پر هیدرسیفالي ناروغۍ اخته جنین نړۍ ته راوړي.

که څه هم د فقهې او شریعت چارو پوهان او دیني عالمان وايي چې د حنفي فقهې له مخې، عاقله او بالغه مېرمن کولای شي چې د اسلام شرعي احکامو په مراعتولو سره له کور بهر کار وکړي، خو یوشمېر مېرمنې سلاموطندار ته وايي چې د کورنۍ له لوري دوی ته د کارکولو حق نهورکول کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې (ICRC Afghanistan) اعلان کړی چې په تېر میلادي کال کې یې له ۲۱۸زرو څخه ډېرو معلولیتلرونکو کسانو ته د فزیکي بیارغونې خدمتونه وړاندې کړي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د تحرک بېرته ورګرځول، د کرامت بېرته ورګرځول دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د راتلونکې یکشنبې ورځ، سلواغې ۲۴مه، به د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او له افغانستان څخه د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

جاپان او د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې (یونېسف) نن سهشنبه، سلواغې ۲۱مه، کابل کې یو هوکړهلیک لاسلیک کړ چې موخه یې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د واکسینونو تطبیق دی.

سړې هوا یې، پر مخ سرې کرښې اچولي دي. ببر وېښتان یې چې سپینوالی یې، د ژوند کیسې کوي، پر ډنګر بدن سیوری غوړولی دی. په لړزیدلي لاسونو وزو او چرګانو ته ډوډۍ او واښه اچوي.
۶۵کلنه بيبيګل د کندوز د قلعهذال د بیشکېپه کلي اوسېدونکې ده. هر سهار د لمر په راختلو سره د خپلې حویلۍ یوې څنډې ته د څارویو لپاره جوړې شوې طویلې ته ورځي.

که څه هم کرملین اوکراین سره د سولې خبرو بل پړاو د کره نېټې ټاکلو په اړه څه نهوايي، خو د یاد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د اوکراین د سولې خبرو په برخه کې اوږد مزل پاتې دی.
دا څرګندونې یو ورځ وروسته له هغې کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولودېمېر زېلېنسکي ویلي، د امنیتي تضمینونو لپاره اسناد چمتو شوي دي.

۲۶ کلنه فاطمه چې د څلورو ماشومانو مور ده او له تېرو درېیوو کلونو راهیسې د بامیان په یوه څمڅه کې ژوند کوي، وایي، د خاوند د کم عاید له امله یې د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نهلري او ژمی د سون توکو او اسانتیاوو پرته تېروي. جمیله چې د بامیان بله څمڅمېشته ده، هم ورته کیسه لري. نوموړې د خپل خاوند له وزګارتیا او د څمڅې د ګرمولو لپاره د سون توکو له نشتون شکایت کوي.

د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښه کې له نښتو وروسته، د افغانستان په بازارونو کې د ځینو سوداګریزو توکو د بیو د لوړوالي ترڅنګ، د درملو بیې هم لوړې شوي.
بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېرهېوادوال او درمل پلورونکي وایي چې د تېرو درې اوونیو په ترڅ کې د درملو بیې په څرګند ډول لوړې شوي دي.

د اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۲۴کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له اېران د سوداګرۍ کچه ۱.۳ مېلیارده او ۸۱ مېلیونه ډالر وه، خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه ۳.۵ مېلیارده اوه مېلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د فاریاب د المار ولسوالي اوسېدونکې حمیرا ایوبي میمنې ښار ته له راتلو وروسته د خیاطي کوچنۍ کارخونه جوړوي چې نه یوازې دې، بلکې نورو نجونو او مېرمنو ته هم د عاید پر یوې سرچینې بدله شوې ده.
ایوبي واده کړی او لوړې زدهکړې کړي او له واده وروسته یې، دارالمعلمین او قابلګي زدهکړې کړې دي. هغه وايي چې دې کوچنۍ کارخونه کار کول، تر یوه بریده د دې د کورنۍ اړتیاوې برابروي.

د کندوز د بېلابېلو ولسوالیو یوشمېر کروندګر وايي، د تېر په پرتله د ژورو څاهګانو اوبه ډېرې ښکته تللي دي.
نجیبالله یو له دغو کروندګرو دی. نوموړی سلاموطندار ته وايي، د دوي په سیمه کې د ګڼو ژورو څاهګانو اوبه کمې شوي چې د کرنیزو فصلونو لپاره بسنه نهکوي او یوشمېر څاهګانې وچې شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې شاوخوا څلور میلیونه او ۲۰۰زره افغانان د سرپناه د برابرولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
اوچا نن یکشنبه (د سلواغې ۱۹مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا اړتیا د طبیعي پېښو د زیاتېدو، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بېرته راستنېدو او د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ویلي چې افغانستان د سویابین د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري او دا محصول کولی شي د خوړو د خوندیتوب په ټینګښت، د تغذیې په ښهوالي او د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم او بدلونراوړونکی رول ولوبوي.