
له مصنوعي ځیرکتیا سره د هنګامې جمشیدي د بلدتیا کیسه!
د يوې تحصيلي بورسيې د غوښتنليک له شرطونو څخه يو هم د سپارښتليک (توصيهنامې) برابرول و. د همدې سپارښتليک د ليکلو لپاره ما له خپل یوه ملګري څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه د مصنوعي ځيرکتيا (هوش مصنوعي) د اسانتياوو او ګټو په اړه معلومات راکړل او د اړوند پلاتفورم د پېژندنې او کارونې لپاره يې يو لينک راسره شريک کړ.














