
هند کې د ګرمۍ له امله ۲۴کسان مړه شوي
هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په ختیځ «بېهار او اوډېشا» ایالتونو کې د سختې ګرمۍ له امله ۲۴کسان مړه شوې دي.
رویټرز خبري اژانس نن جمعه، مې۳۱مه راپور ورکړی چې د ګرمۍ دغه څپه د شنبې تر ورځې روانه وي.

هند کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په ختیځ «بېهار او اوډېشا» ایالتونو کې د سختې ګرمۍ له امله ۲۴کسان مړه شوې دي.
رویټرز خبري اژانس نن جمعه، مې۳۱مه راپور ورکړی چې د ګرمۍ دغه څپه د شنبې تر ورځې روانه وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د ملګروملتونو سازمان په غزه کې د اسراییلو ځواکونو روانو بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلی او یاد سازمان یې د یوه «مړي» په توګه یاد کړ.
نوموړي دغه څرګندونې روانه اوونۍ د ترکیې پارلمان کې خپل ګوند ته د وینا پرمهال کړې دي.

یمن کې د حوثي غورځنګ تلویزیوني شبکې اعلان کړی چې پر دغه هېواد د امریکا او بریتانیو ځواکونو په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او څه باندې ۳۰ نور ټپیان دي.
د یادې ټلوېزیوني شبکې د اعلان له مخې، دغه بریدونه بېګاه شپه «غبرګولي لسمه» شوې دي. د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني «سېنټکام» بیا دغه عملیات د حوثیانو لهخوا پر سوداګریزو بېړیو د وروستیو بریدونو لپاره ځواب بللی دی.

د غزې په سوېلي ښار رفح کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان وژل شوي او د غزې د ساحلي سیمو په نورو سیمو کې هم جګړه روانه ده.
اسراییلو یوه ورځ وروسته له هغې په رفح باندې خپل برید ته زور ورکړ چې د دوی ځواکونو د غزې تړانګې او مصر ترمنځ د نږدې پولې په اوږدو کې د «بفر زون کنټرول» ترلاسه کړ.

د غزې د رفح ښار په لوېدیځ کې پر یوه کمپ د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د ۱۳ ښځو او نجونو په ګډون ۲۱ ملکي کسان وژل شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو پر رفح ښار پراخ بریدونه کړي او د یاد هېواد ځینو سیمو باندې یې ولکه خپله کړې.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې دغه هېواد کې د مېشت چینايي وګړو امنیت به په بشپړه توګه نیسي او په وینا یې، په دې تړاو یې یو پلان هم چمتو کړی دی.
شهباز شریف دغه څرګندونې سهشنبه، مې ۲۸مه پاکستان کې د چین پانګونې او د چینايي وګړو د امنیت اړوند په جوړې شوې یوې غونډه کې کړې دي.

غزه کې چارواکي وايي، په سوېل رفح ښار کې د بېځایه شویو فلسطینیانو پر یوه کمپ د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته لوړ شوی دی. الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، مې ۲۷مه، پر خپل وېبسایټ په یوه خپور کړي، راپور کې ویلي چې په دې توغندیز برید کې ۶۵ نور کسان هم ټپیان شوې دي.

د حماس اړوند د القسام برېګېډ په نوم وسلهواله ډله وايي چې نن یکشنبه، مې ۲۶مه یې د اسراییلو پر تلابیب ښار د توغندیو پراخ بریدونه کړې دي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل ماکرون نن یکشنبه، مې ۲۶مه د یوه پلاوي په مشري په درې ورځني سفر المان هېواد ته سفر کړی دی.
د یاد سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د حکومتونو کابینې ګډه ناسته کړې، څو د اروپايي ټولنې د پارلماني ټاکنو په درشل کې خپل یووالی په ډاګه کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان د امپراطوریو هدیره بللې او ټینګار یې کړی چې افغانان به هېڅ کله هم سره یوموټي نهشي.
ولسمشر جوبایډن دغه څرګندونې تېره ورځ د کینیا ولسمشر ویلیام روټو سره په یوه ګډه خبري ناسته کې کړې دي. هغه په دې غونډه کې همداراز ویلي چې د داعش کنټرولولو لپاره د افغانستان له اشغال پرته نورې لارېچارې هم شتون لري.

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې چې «سهشنبه، مې ۲۱مه» د قزاقستان پلازمېنه استانه کې پیل شوې، د ځینو نورو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان پر مسلې هم پهکې خبرې شوې دي.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن رویال چلنجرز بنګلور لوبډله له راجستان رویالز سره د یاد لیګ اېلېمېنېټور لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن چهارشنبه، مې ۲۲مه، ۰۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد په «نرېندرا مودي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

د ناروې لومړی وزیر یوناس ګارسټور وايي چې دغه هېواد فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
د نوموړي په وینا، د دوو دولتونو په توګه د اسراییلو او فلسطین په رسمیت پېژندنه د دواړو لوریو په ګټه ده. هغه وايي، د روانې مې میاشتې پر ۲۸مه به په دې اړه پرېکړه او اعلان وکړي.

د هند کرېکټ غوره لیګ کې له ۷۰ سیالیو وروسته د یاد لیګ څلور لوبډلو «پلېاوف» پړاو ته لاره پیدا کړه چې نن به یې لومړۍ کوالېفای لوبه وشي.
سنرایزرز حیدراباد، کلکته نایټرایډرز، رویال چلنجرز بنګلور او راجستان رویالز هغه لوبډلې دي چې د سږني ایپياېل ۱۷م پړاو ته یې لاره موندلې.

د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهای د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله پنځه ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
خامنهای د ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې په تړاو پیغام کې له نوموړي د «نه ستړېکېدونکي انسان» په توګه یادونه کړې. نوموړيد یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان هم مجاهد او فعال وزیر یاد کړی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت رییسالوزرا محمدحسن اخند د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.
د ریاستالوزرا له لوري په دې اړه خپرې شوې خبرپاڼه کې د محمدحسن اخند له قوله ویل شوي چې افغانان د یادې پېښې له امله د زړه له تله غمجن او خواشیني دي.