پر لبنان د اسراییل تازه برید کې ۷ کسان وژل شوي

د لبنان بیروت ښار کې د اسراییلي پوځ ننني هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، دغه برید نن سهار مهال د بیروت ښار د ساحلي سیمې «رملېت البیضا» کې شوی.
اسراییلو همدارنګه د بیروت پر سویلي سیمو څو ځله بریدونه کړي چې د اسراییلو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، په دغو سیمو کې یې د حزب‌الله لس هدفونه په نښه کړي دي.

لبنان کې د اسراییلو د برید پرمهال ۱۰کسان وژل شوي

د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسراییلو په یوه هوايي برید کې د دغه هېواد په ختیځ کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، دا برید د لبنان د بعلبک ولسوالي اړوند د تمنین التحتا په سیمه کې پر یوې هستوګنیزې ودانۍ شوی دی.

ترکیې د پاتریوت دفاعي سیسټم فعاله کړ

د ترکیې د دفاع وزارت نن سه‌شنبه، (کب ۱۹مه) اعلان کړی چې د شمالي اتلانټیک تړون سازمان «ناټو» د دفاعي تدابیرو په چوکاټ کې د امریکا پاتریوت توغندیز سېسټم په مالاتیا ولایت کې ځای پر ځای شوې دی.

ایران: د امریکا-اسراییلو بریدونو کې تراوسه ۱۹۳ ماشومان وژل شوي

د ایران د حکومت ویانده فاطمه مهاجراني وایي، پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو پرمهال تراوسه ۱۹۳ماشومان وژل شوي چې تر ټولو کم عمر قرباني یې یوه اته میاشتنۍ ماشومه ده.

هغه زیاته کړه چې په جګړه کې یو څلور میاشتنی ماشوم هم ټپي شوی دی.

ډونالډ ټرمپ: د ایران تر بشپړ ماتېدو به جګړه روانه وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه به «لنډمهاله ماموریت» وي او پوځي عملیات به تر هغه دوام وکړي څو «دښمن په بشپړ او پرېکنده ډول مات شي».

هغه دا هم وویل چې د تهران تسلیمېدل یوازې د وخت مسئله ده.

استرالیا اماراتو ته توغندي او د څار الوتکه استوي

د استرالیا لومړی وزیر انتوني البانیزي وايي چې هېواد به یې د خلیج سیمې د امنیت د ملاتړ لپاره پوځي مرستې واستوي.

د هغه په وینا، استرالیا به د اوږد واټن د څارنې یوه الوتکه او هوا په هوا توغندي واستوي، څو د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې د سیمې له هېوادونو سره مرسته وکړي.

حزب‌الله پر اسراییلي سرتېرو راکېټي بریدونه کړي

د لبنان حزب‌الله ډله وايي چې د اسراییلو پر سرتېرو او پوځي ځایونو یې تازه بریدونه کړي دي. د دې ډلې په وینا، د سهار په لومړیو ساعتونو کې یې د لبنان د سرحدي ښار عیتارون ته څېرمه د اسراییلو په شمال کې د المالکیه پوځي ځای د راکټونو په وسیله په نښه کړی دی.

پر ایران بریدونه؛ د نهو ورځو پرمهال ۱۲۵۵ کسان وژل شوي

د ایران د روغتیا وزارت مرستیال علي جعفریان ویلي چې د تېرو نهو ورځو پرمهال په ایران کې د جګړو او بریدونو له امله له زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.

جعفریان له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې تر ۱۲زرو ډېر کسان ټپیان شوي او لږترلږه ۱,۲۵۵ کسان وژل شوي دي.

ترکیې شمالي قبرس کې جېټ‌الوتکې او دفاعي سیستمونه ځای پرځای کړي

د ترکیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د سیمې د وروستیو پرمختګونو له امله یې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت ته شپږ اېف–۱۶ جنګي الوتکې او هوايي دفاعي سیستمونه ځای پر ځای کړي دي.

وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دغه اقدام د سیمې د امنیتي وضعیت د بدلونونو له امله شوی دی.

د امریکا د جګړې وزیر: پر ایران به بریدونه زیات شي

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسیت «Pete Hegseth »ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو په دوام کې به د تهران پر ضد بریدونه نور هم زیات شي.

هېګسیت له اېن‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي: «زموږ بریدونه به پر تهران لاډېر شي او دا عملیات د ټاکل شوي پلان له مخې مخته روان دي.»

متحده‌عربي امارات: د ایران د توغندیو پروړاندې دفاعي سېسټمونه فعال شوي

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستمونه دامهال د ایران له لوري د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې په عملیاتو بوخت دي.

د وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې چې کوم د چاودنو غږونه اورېدل شوي، هغه د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالیت پایله ده.