
بلخ کې د یوه هوټل پر جوړولو دوه میلیونه ډالر لګول شوي
په مزارشریف ښار کې د «بلخ کانټینینتال» په نوم یو معیاري او عصري د واده هوټل د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی چې نن جمعه، وږي اوومه په رسمي توګه پرانېستل شو.
د دې هوټل عمومي مسوول حفیظ طاهري وايي چې د یادې پروژې موخه د ځوانانو د اړتیاوو پوره کول او د کورنیو اقتصادي ستونزو په پام کې نیول دي.














