ناسمو باورونو د رواني مشورې مرکزونو ته د خلکو ورتګ ستونزمن کړی

د افغانستان ۱۴ ولایتونو کې له هغو ۳۰ ځوانانو سره چې له رواني ستونزو کړیږي، د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې ۱۲ یې د ټولنې د منفي لیدلوري له وېرې، اقتصادي ستونزو او په رواني خدماتو د ‌باور نه‌لرلو په دلیل د مشورې ترلاسه کولو لپاره مراکزو ته مراجعه نه‌ده کړې.

میدان‌وردګ کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

د میدان‌وردګ د چاپېریال ساتنې، ښاروالي او کرنې ریاستونو له لوري د نیالګیو پسرلنی کمپاین پیل شو چې له مخې به یې، د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰زره مېوه‌لرونکي او غیرمېوه‌لرونکي نیالګي کېنول شي.

د یوناما ماموریت غځېدل؛ مجاهد: بې‌ځایه اندېښنو او پروپاګند ته دې لار هواره نه‌کړي

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولی «یوناما» ماموریت غځېدو ته په غبرګون کې د ا.ا ویاند وايي چې یوناما باید د بې‌ځایه اندېښنو رامنځته کولو او د افغانستان پر وړاندې پروپاګند ته لاره هواره نه‌کړي.

فصېح‌الدین فطرت: ګاونډیو او نړیوالو سره د جګړې اراده نه‌لرو

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محمدفصېح‌الدین فطرت وايي چې له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو سره د زور او جګړې اراده نه‌لري.

نوموړي دغه څرګندونې د ملي دفاع وزارت اړوند د ۷۰۰ منسوبینو د فراغت‌غونډه کې د وینا پرمهال کړې دي.

پاکستان ACC‌ کارټ‌لرونکي افغان کډوال باسي؛ کډوالو وزارت: چمتووالی مو نیولی

د پاکستان یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د سرپرست حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې پاکستان کې دې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوي.

په راپورونو کې ویل شوي چې له دغه هېواده به د (ECC) کارټ‌لرونکي، د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به په زوره افغانستان ته ستانه کړل شي.

جي‌اي‌اېف هېواد کې اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړې کړي

د نړیوال چاپېریالي اسانتیاوو صندوق «جي‌ای‌اېف» افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغېزو راکمولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره بودجه ځانګړې کړې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌الله امین وايي، دغه پروژه به په بدخشان او کونړ ولایتونو کې پلې شي او موخه یې، د اقلیمي بدلون پروړاندې د یادو سیمو د اوسېدونکو لاسنیوی دی.

هلمند کې د مسلکي سوالګرو یوه ډله نیول شوې

د هلمند امنیه قومنداني د نشه‌یي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت او د سوالګرو او بې‌سرپرسته کورنیو د تشخیص امریت، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ، په لښکرګاه ښار کې د مسلکي سوالګرو یوه ډله نیول شوې ده.

د یاد امریت امر مولوي نصیب‌الله ذاکر وايي، د کشفي ارګانونو د معلوماتو پر بنسټ، شاوخوا ۴۵ سوالګر د هرات شینډنډ ولسوالي څخه هلمند ته ورغلي او غوښتل یې، لښکرګاه ښار کې منظمه سوالګري وکړي.

د تورخم دروازې پرانېستلو لپاره نن افغان او پاکستاني سوداګر ناسته کوي

د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه نن یو ځل بیا د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ ناسته کیږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه رییس شاکرالله ساپی وایي، ټاکل شوې نن دوشنبه، ۲۷مه، د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانېستل‌کېدو په موخه ډېورنډ فرضي کرښې دېخوا تورخم ښارګوټي کې دویمه ناسته جوړه شي.

افغانستان له هوايي دهلېز د ۲۹۲میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن ویلي، افغانستان د روان لمریز کال پرمهال د کابل، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو له لارې متحده عربي اماراتو، برتانیې، امریکا، جرمني، چین، هند او یوشمېر نورو هېوادونو ته صادرات او واردات کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د صادراتو او وارداتو ټولیز ارزښت ۲۹۲ میلیون ډالرو ته رسیږي چې له دې جملې څخه ۱۲۵ میلیون یې صادرات او ۱۶۷ میلیون یې واردات جوړوي.

امنیت شورا د یوناما ماموریت تمدید په اړه رایه‌اچونه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، افغانستان کې د دغه سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما ماموریت تمدید په اړه رایه اچونه کوي.

دغه شورا شنبه د کب ۲۵مه یوه رپوټ کې ویلي، که رایه اچونه کې د یوناما ماموریت تمدید شو، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ فعالیت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې دوام ولري. امنیت شورا ټینګار کړی چې د یوناما ماموریت به لومړیتوبونو او دندو کې له بدلون راتلو پرته تمدید شي.