
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی کابل ته ورسېد
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن (شنبه، د وري ۳٠) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی. دغه پلاوی به د اسلامي امارت رییسالوزرا، د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره د اړیکو په پیاوړتیا او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.














