
پر سپینبولدک د پاکستان بریدونه؛ پنځه کسان شهیدان او پنځه ټپیان دي
سرچینې څرګندوي چې په تازه بریدونو کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، د سیمې ګڼشمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت ځواکونو او د پاکستاني پوځ ترمنځ د نښتو له امله اړ شوي چې خپلو کورونو پرېښودو او خوندي ځایونو ته لاړ شي.














