اسراییلو ته په دوو کلونو کې ۵۷ میلیارد ډالره زیان اوښتی

د بلومبرګ د راپور له مخې چې دوشنبه، د مارچ ۲۳مه خپور شوی، د اسراییل مرکزي بانک ویلي چې د ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کلونو پورې اقتصادي زیان یې، د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۸.۶ سلنه جوړوي. دا زیانونه تر ډېره د غزې په جګړه او له لبنان سره په نښتو پورې تړاو لري.

کابل کې د پټاقیو کارول؛ «فکر کوو بمبار دی»

د کابل ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د اختر شپو او ورځو پرمهال د پتاقیو د دېرې کارونې له امله شکایت کوي او له مسوولانو غواړي چې د دې کار مخه ونیسي.

د دوی په وینا، د پټاقیو کارولو خلک، په ځانګړې توګه ماشومان او لوړ عمرلرونکي کسان په وېره کې اچولي دي.

د کابل اوسېدونکي زیاتوي چې کله ناکله د پټاقیو غږ د امنیتي پېښو سره ګډوډېږي او د خلکو اندېښنه زیاتوي.

د خبرداریو ترڅنګ، پاکستان افغانستان کې د عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

سره له دې چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو نږدې میاشت په پوره کېدو ده او د دغو نښتو پراخېدو او د منفي پایلو په اړه یې نړیوالې اندېښنې زیاتې شوي، خو اسلام‌اباد خبرداری ورکوي چې خپلو عملیاتو ته به دوام ورکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحق ډار نن دوشنبه د مارچ ۲۳مه د «پاکستان ورځې» په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، اسلام‌اباد به افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د له‌منځه وړلو لپاره هدفمندو عملیاتو ته دوام ورکړي.

انتونیو ګوترېش: د نړۍ اقلیم په بېړني حالت کې دی

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش، اعلان کړی چې د نړۍ اقلیم په بېړني حالت کې دی. د هواپیژندنې نړیوالې ادارېWorld Meteorological Organization  تازه راپور ښيي چې ټولې مهمې اقلیمي نښې د خبرداري په حالت کې دي.

کیوبا: د هر ډول احتمالي برید لپاره چمتو یوو

د کیوبا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، کارلوس فرناندس ډي کُسیو، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تازه ګواښونو وروسته وویل چې کیوبا د هر ډول احتمالي پوځي شخړې لپاره تیار دی.

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې هاوانا او واشنګټن د روان میاشتې په پیل کې د خبرو میز ته کیناستل، په داسې حال کې چې د تېلو په اړه د امریکا تحریمونه د کمونیسټ رژیم اقتصاد لاهم له کړکېچ سره مخ کړی دی.

امریکا او اسراییل: د ایران پر وړاندې جګړه به اوږده شي

امریکا او اسراییل وايي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه ښايي د لومړنیو اټکلونو په پرتله اوږده شي او د هرمز تنګي د بیاپرانېستلو عملیات ممکن څو اوونۍ نور هم دوام وکړي.

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې چې نن دوشنبه یې خپور کړی، اسراییلي رسنیو ویلي چې د واشنګټن هدف یوازې د سمندري لارې پرانیستل نه‌دي، بلکې امریکا هڅه کوي د انرژۍ نړیوالو بیو باندې د ایران ادعا شوی پراخ نفوذ هم راکم کړي.

د لبنان حزب‌الله: په یوه ورځ مو پر اسراییل ۶۳ ځله عملیات کړي

د لبنان حزب‌الله ډلې ادعا کړې چې د یکشنبې په ورځ یې د اسراییلو پر وړاندې ۶۳ ځله عملیات کړي.

د راپورونو پراساس، د لبنان حزب‌الله ویلي چې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې دغو عملیاتو کې د توپ‌مرمۍ، راکټونه او بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوي، خو د اوښتې مرګژوبلې جزییات یې نه دي ورکړي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې څلور کسانو ژوند بایللی

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، پر بېلابېلو سیمو د اسراییل وروستیو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۰ نور ټپیان شوي.

نړیوالو رسنیو نن دوشنبه د حمل ۳ / مارچ ۲۳ راپور ورکړی چې اسراییلو تېره ورځ د غزې ځینې برخې بمبار کړې.

پر کونړ او پکتیکا د پاکستان برید؛ یو کس شهید او یو ټپي شوی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې نن د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر ځینو سیمو د هاوان مرمۍ ویشتل شوي دي.

د حمدالله فطرت په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې یو ملکي وګړی شهید شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د ټولګټو وزارت: د بنسټیزو پروژو کارونه بېرته پیلیږي

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس وايي چې د پسرلي له رارسېدو سره، په هېواد کې د بنسټیزو پروژو کارونه بېرته پیلیږي.

حق شناس زیاته کړې، هغه پروژې چې د تېر ژمي پرمهال د سړې هوا او نامناسبو اقلیمي شرایطو له امله په لنډمهالي ډول درېدلې وې، اوس یې چارې بېرته پیلیږي.