د بدخشان د امربالمعروف او نهيعنالمنکر ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د ذيروح عکس او ویډیو اخیستل بند دي او دغه کار ګناه شمېرل کیږي.
د بدخشان د امربالمعروف رییس مولوي شېر احمد جواد د دغې موضوع په تایید سره وویل، دغه سپارښتنه یې د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د رسنیو محلي مسوولانو ته هم ابلاغ کړې ده.
د هغه په وینا، دغه پرېکړه د امربالمعروف او نهيعنالمنکر ریاست اړوند قوانینو برخه ده او ټولې رسنۍ او خبریالان یې په رعایت کولو مکلف دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادونې ده چې تر دې وړاندې ځینو نورو ولایتونو کې هم د ذيروح پر عکس او ویډیو اخیستلو بندیز لګول شوی دی.
بدخشان کې داسې مهال د ذیروح پر تصویر اخیستلو بندیز لګول کیږي چې هېواد کې د رسنیو په ځانګړې توګه ځینو ولایتونو کې د تصویري رسنیو فعالیت لوړو او ژورو سره مخ دی.
خو د اسلامي امارت د سرپرست حکومت مسوولانو ډاډ ورکړی چې د رسنیو فعالیتونو پر وړاندې خنډ نه پېښوي او د افغانستان د ارزښتونو په چوکاټ کې له رسنیزو فعالیتونو ملاتړ ته ژمن دی.