
امریکا اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ له لفظي شخړې وروسته، ولسمشر ټرامپ اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي.
رویټرز اژانس نن (سېشنبه د کب ۱۴) د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي په خبره رپوټ ورکړی چې د دې لپاره چې ډونالډ ټرامپ د اوکراین جګړې پایته رسولو کې له مرسته کولو څخه ډاډ ترلاسه کړي، دغه هېواد ته یې د پوځي تجهیزاتو استول بند کړي دي.














