افغانستان له هوايي دهلېز د ۲۹۲میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن ویلي، افغانستان د روان لمریز کال پرمهال د کابل، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو له لارې متحده عربي اماراتو، برتانیې، امریکا، جرمني، چین، هند او یوشمېر نورو هېوادونو ته صادرات او واردات کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د صادراتو او وارداتو ټولیز ارزښت ۲۹۲ میلیون ډالرو ته رسیږي چې له دې جملې څخه ۱۲۵ میلیون یې صادرات او ۱۶۷ میلیون یې واردات جوړوي.

حمدالله فطرت: ا.ا نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره ټوله هڅه کړې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن (سه‌شنبه، د کب ۲۱) د افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډې په غبرګون کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت خپله ټوله هڅه کړې چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل ولري.

ده وویل، دا مهمه ده، هغه حقونه چې افغانستان یې په نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو کې لري، ترې برخمن شي.

نامعلوم برخلیک؛ د حقوقو او سیاسي علومو فارغان د کاري فرصتونو له کمښت سرټکوي

که څه هم د جمهوريت پرمهال د حقوقو او سیاسي علومو له څانګو د فارغانو کچې ته په کتو، کاري فرصتونه کم وو، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته دغه فرصتونه په نشت حساب دي.
سلام‌وطندار په دغه رپوټ کې، د حقوقو او سیاسي علومو له څانګو د فارغانو د بېکارۍ لاملونو مشخصولو لپاره، د دغو څانګو له ۲۱ فارغانو سره چې ۱۰ یې نجونې او ۱۱ یې هلکان دي او دامهال بېکاره دي، خبرې کړي دي.

راتلونکي کال کې د هر افغان د حج لګښت ۲۸۲زره افغانۍ ټاکل شوی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب نن یوې غونډې ته وویل، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هر افغان د حج لګښت ۲۸۲زره او ۹۰ افغانۍ او د ټولو افغان حاجيانو د حج لګښتونه ۸ میلیارد او ۲۷۸ ميليونه او ۷۷۷ زره افغانۍ ټاکل شوي دي.

نوموړي وویل، حاجيان کولای شي له راتلونکې يکشنبې څخه په مرکز کابل کې د حج له رياست او اړوندو ولایتونو کې له ولايتي رياستونو څخه تعرفه ترلاسه او بانک ته يې تحويل کړي.

افغان کډوالو سره ناسم چلند؛ اسلامي امارت: کوربه هېوادونه دې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست جلا جلا کتنو کې کابل کې د ایران او پاکستان سفیرانو سره لیدلي.
مولوي عبدالکبیر دغو ناستو کې ویلي، ایران او پاکستان افغانستان سره ګڼ مشترکات لري او کلونه یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی، خو په وینا یې له کوربه هېوادونو هیله لري چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې کار واخلي.

پکتيا کې د شري ناروغي ۶۰ سلنه زیاته شوې

د پکتیا د عامې روغتيا رياست مسولان وايي، د روان ۲۰۲۵ کال تېرو دوو مياشتو کې د شري ۱۱۹ پېښې ثبت شوي، داسې حال کې چې د تېرکال ورته موده کې ۴۴ پېښې ثبت شوې وې.

دوی وويل، ماشومانو کې د يادې ناروغۍ د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره يې لرې پرتو سيمو ته روغتيايي ټيمونه ليږلي او خلکو ته يې د عامه پوهاوي ترڅنګ، زرګونه ماشومانو ته واکسين هم تطبيق کړی، خو د تېر کال په پرتله پېښې ۶۰ زياتې شوې دي.

تورخم کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو نښتې؛ لسګونه کورنۍ بېځایه شوي

تورخم کې پر ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت او د پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو ورځو جګړو له امله لسګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.

د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري یې کورونه او دوکانونه په نښه شوي چې له امله یې د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي.