Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

د پوهاوي نه‌لرلو جوزجان کې ښځې د تیتانوس له واکسین محرومې کړي

د ډاکټرانو په باور، سره له دې چې د مېندو او نويو زیږېدلو ماشومانو د مرګونو ناروغیو د مخنیوي لپاره د تیتانوس واکسین تطبیق حیاتي دی، خو جوزجان کې یو شمېر ښځې وایي چې د پوهاوي نه‌لرلو، اقتصادي ستونزو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله، تر اوسه له دې واکسین څخه محرومې پاتې دي.

بدخشان کې یوې نجلۍ ۱۵ نورو نجونو ته د کار زمینه برابره کړې

لیلماه هغه ځوانه نجلۍ ده چې څلور کاله وړاندې یې د زرګرۍ او ګاڼو جوړولو کارخونې په فعاله‌ولو سره، د ۱۵ نورو نجونو لپاره چې له زده‌کړو محرومې دي، د کار زمینه برابره کړه.

لیلماه وايي، د دې لپاره چې له بېکارۍ او د زده‌کړو د پرېښودو له رواني ستونزو ځان لرې وساتي، دغه کارخونه یې جوړه کړې، څو له یوې خوا خپله بوخته وي او له بلې خوا، هغو نجونو ته چې د دې په څېر له زده‌کړو محرومې شوي، د کار فرصت برابر کړي.

کابل کې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو لومړۍ مشورتي غونډه وشوه

د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ لومړۍ مشورتي غونډه د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د ازبیکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو په ګډون کابل کې ترسره شوه.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، دا غونډه د سیاسي تعامل د پیاوړتیا، د نوو فرصتونو د موندنې، د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د ډیپلوماتیکې همغږۍ د ټینګښت په موخه جوړه شوې.

د پاکو اوبو نه‌شتون؛ کونړ کې زرګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

د کونړ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم د څښاک پاکو اوبو منظم سیستم ته لاسرسی نه لري.

د دوی په خبره، دې ستونزې نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند ستونزمن کړی، بلکې د روغتیا له پلوه یې هم جدي اغېزې رامنځته کړي.

د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکې بي‌بي ناهیده وایي چې کلونو راهیسې له همدې ستونزې سره مخ دي.

هېواد کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۷ کسانو ژوند بایللی

له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي، د حمل له شپږمې راهیسې یانې تېرو لسو ورځو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۷ کسانو ژوند بایللی او ۱۳۷ نور ټپیان شوي. دغې ادارې نن شنبه ویلي، تر دامهاله ۳زره او ۲۶۶ کورونه په بشپړ او جزیي ډول ویجاړ شوي او ۱۱ او ۶۷۶ جریبه کرنیزې ځمکې تخریب شوي.

وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۶۱ هېوادوالو ژوند بایللی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، هېواد کې وروستیو وروښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.

ذبیح‌الله مجاهد نن شنبه حمل ۱۵/ اپرېل ۴ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغو سېلابونو کې ۶۱ هېوادوالو ژوند بایللی او ۱۱۶ نور ټپیان دي.

همدارنګه ۴ کسان اوس هم نادرکه دي.

یوناما: هره میاشت ۵۰ کسان ماین چاودنو کې ژوند بایلي

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما ویلي، افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او له جګړې د پاتې نورو چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله ژوند له لاسه ورکوي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
دې بنسټ ویلي، افغانستان کې نږدې ۹۰ سلنه د چاودنې پېښې له جګړې د پاتې نا‌چاوده مهماتو له امله رامنځته کېږي.

کابل کې د زلزلې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی

د اسلامي امارت مسوولان وايي، کابل کې د تېرې شپې زلزلې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، د زلزلې له امله د کابل د بګرامي ولسوالۍ اړوند «ګوسفند درې» سیمه کې یو کور نړېدلی. د هغه په وینا، پېښه کې د دغې کورنۍ ۸ غړو ژوند بایللی او یوازې یو نږدې دوه کلن ماشوم یې ژوندی پاتې دی.