د بغلان د نهرین ولسوالي د «سیدپاچا اغا» په زیارت کې د لسو کسانو له وژل کېدو وروسته، د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد سلاموطندار ته ویلي چې د دې پېښې عاملان به ژرترژره ونیول شي او په وینا یې، دوی هڅه کوي چې د ورته جنایتونو د تکرار مخه ونیسي. هغه ټینګار کوي چې هر افغان حق لري په خوندي ډول ژوند وکړي او خپل دیني مراسم ترسره کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي: «انشاالله ډېر ژر به ونیول شي. انشاالله چې د خپل ناوړه کار ساز به وویني. د ورته پېښو تکرار ته اجازه نه ورکول کېږي. د دې لپاره چې هېوادوال مو خپل عبادت او نور مراسم په خوندیتوب سره وکړي، امنیتي ځواکونه به ورته پام وکړي. کومه پېښه چې شوې، هم لرې ده او هم امنیتي ځواکونو د داسې راټولېدنې په اړه خبر نه درلود، کنه د امنیت ټینګښت لپاره به یې هڅه کړې وه.
په همدې حال د دې پېښې د قربانیانو یوشمېر خپلوان وایي، صوفیان له تېرو ۱۵کلونو راهیسې په دغه زیارت کې سره راټولېږي او عبادت کوي. دوی زیاتوي چې د دې پېښې ډېری قربانیان بېوزله او د خپلو کورنیو سرپرستان وو.
د بغلان د نهرین ولسوالي اوسېدونکی اجمل چې ورور یې د دې پېښې د لسو قربانیانو په ډله کې دی، وايي: «دې پېښې مو کورنۍ په درد او ځور اخته کړې. اړ یوو چې ویې زغمو، نور به څه وکړو. ډېره دردوونکې پېښه شوې؛ د لمانځه، سجدې او دوعا پر مهال د جومات په منځ کې د جاینماز پر سر یوولس بېوزله، د کورنیو سرپرستان، کارګر او مظلومان یې وژلي، د خدای کور او جومات ته سپکاوی دی.»
دا لومړۍ پېښه نهده، بلکې تر دې وړاندې هم د صوفیانو پر عبادتځایونو خونړي بریدونه شوي دي. د ۱۴۰۱ کال په غویي میاشت کې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې پر یوې خانقاه برید کې هم لس کسان ووژل شول او تر شلو زیات ټپیان شول.
د همدغه کال په غبرګولي میاشت کې د کندوز په امامصیب ولسوالي کې په یوه خانقاه کې چاودنه شوې وه چې له امله یې لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي وو او ۴۳ نور ټپیان شوي وو.
د بغلان اوسېدونکی محمدتواب چې د عمه زوی یې د بغلان د «سیدپاچا اغا» پر زیارت پروني برید کې وژل شوی وايي، دې پېښې د سیمې خلک اندېښمن کړي دي.
هغه زیاتوي: «ټولو ته یې اروايي ستونزې پیدا کړي؛ فشار او اندېښنې زیاتې شوي. د دې خونړۍ پېښې له کبله چې یوه خبره وکړې، پنځه دقیقې وروسته د ټولو هېره وي. ټول بېوزله وو؛ د جمعې په شپه یې پروګرام درلود، مثنوي یې لوستله او ذکر یې کاوه؛ بېګناه همداسې شول. دې پېښې ټول وېرولي دي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په بغلان کې د صوفیانو پر زیارت وسلهوال برید غندلی او له ا.ا څخه یې غوښتي چې په اړه یې هراړخیزې څېړنې وکړي.