Asset 1SWN

هرات کې وسله‌وال برید؛ د شهیدانو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی

40192309-adec-455e-a7ab-ff33bd21739c

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې پرون جمعه وري ۲۱مه، د ناپېژنده وسله‌والو په برید کې د شهید شویو کسانو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي ویلي چې اووه هغه ټپیان چې روغتیايي وضعیت یې ډېر نازک وو، د هرات په حوزوي روغتون کې د درملنې پرمهال ساه ورکړې ده.

د نوموړي په وینا، اوس هم د دې پېښې اته نور ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د معلوماتو له مخې، دا پېښه پرون شاوخوا درې بجې د انجیل ولسوالي اړوند د «ده مهري» کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې نامعلومو وسله‌والو پر هغو کورنیو برید وکړ چې د تفریح لپاره سیمې ته تللې وې.

تر اوسه د برید د انګېزې او د بریدګرو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام