Asset 1SWN

سلام وطندار

عراقچي: اسراییل سره د اوربند هوکړه نه‌ده شوې

سید عباس عراقچي

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په اړه د امریکا د ولسمشر ادعا رد کړه.

ښاغلي عراقچي پر ایکسپاڼه لیکلي: “تر اوسه پورې، د اوربند یا د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه هیڅ هوکړه نه ده شوې.”

هغه زياته کړې که اسراييل تر نن (سې‌شنبې) سهار څلورو بجو د تهران پر وخت خپل بریدونه بند نه‌کړي، ايران به خپل نظامي غبرګون ته دوام ورکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سید عباس عراقچي همدارنګه ویلي چې د نظامي اقداماتو درولو په اړه وروستۍ پرېکړه به وروسته ونیول شي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه چې ایران او اسرائیل د اوربند په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

اسراییلي چارواکو تراوسه د امریکا له لوري د اوربند هوکړې اعلان او د ایران له لوري د رد په تړاو کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام