سلاموطندار راډیو د لړم په شلمه، د یکشنبې ورځ د «امید» خپرونې له لارې «افغانستان کې د ځوانانو وضعیت ته کتنه» په نوم غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې چې د اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د استازیو په ګډون د سلاموطندار په دفتر کې جوړه شوې وه، د ځوانانو د کاري، زدهکړهيیزو، ټولنیزو او حقوقي ننګونو او لپاره یې د عملي حللارو وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سلاموطندار راډیو مسوولانو په دې ناسته کې د «امید» خپرونې له لارې خپلې څېړنیزې موندنې چې د هېواد د ځوانانو ننګونو ته ځانګړې شوې وې، وړاندې کړې.
د سلام افغانستان رسنیزې موسسې مرستیال نورمحمد هاشمي وویل چې د سلاموطندار راډیو د «امید» خپرونې له لارې د هېواد په کچه له ۴۴۳۶ ځوانانو سره له مرکو وروسته د هغوی پر وړاندې تر ټولو سترې او مهمې ستونزې، ننګونې او خنډونه په ګوته او د هغو د حل او د ځوانانو د کاري فرصتونو لپاره یې حللارې وړاندې کړې دي.
هغه زیاته کړه: «ځوانان چې د هېواد تر ټولو ستر کاري ځواک بلل کېږي، د بل هر وخت په پرتله اوس له ډېرو ننګونو سره مخ دي. هغوی له بېلابېلو محدودیتونو او خنډونو سره مخ دي او سلاموطندار د ځوانانو د ستونزو حل لپاره د «امید» په نوم خپرونه پیل کړې، څو هغوی ته حللارې پیدا کړي.»
هاشمي ټینګار وکړ چې د ځوانانو ناقانونه کډوالۍ او د نورو هېوادونو لهخوا د پر زدهکړو سمبال افغانانو ځوانانو له ځواک څخه د ګټې اخیستو مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د هغوی ستونزې او ننګونې واورېدل شي او ورته هراړخیزې حللارې وړاندې شي.
په همدې حال کې د سلاموطندار راډیو د پروګرام څانګې مدیر وویل چې د «امید» خپرونې لپاره یې د ۲۹ څېړنیزو راپورونو له جوړولو وروسته موندلې چې په ټول هېواد کې د ځوانانو لپاره د زدهکړو او کار فرصتونه محدود شوي دي.
هغه زیاتوي: «د دغو څېړنو موندنې ښيي چې اوس د کار پر شرایطو برابر ۶۰ سلنه ځوانان وزګاره دي. ځوانانو پرلیکه یا انلاین کاروبار ته مخه کړې او په دې برخه کې هم له سختو ننګونو سره مخامخ دي؛ لکه د انټرنېټ لوړې بیې، ټیټ کیفیت او ورته د نه لاسرسي ستونزه. ځوانان د کارموندنې په لټه کې دي، خو د دولت کاري فرصتونه د ټولو لپاره ځوابویوونکي نهدي او دغه وضعیت د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، پر ځان د هغوی باور را کم کړی دی.»
د سلام افغانستان رسنیزې موسسې مسوولانو د دې غونډې د جوړېدو موخه ځوانانو ته د انګېزې ورکول او ورته د زدهکړو او کار برخه کې د حللارو وړاندې کول وبلل.
بلهخوا د افغانستان د ژورنالېستانو فدراسیون مسوول بشیر هاتف په دې ناسته کې وویل چې د ځوانانو د وزګارتیا ستونزو حل لپاره د سرپرست حکومت هراړخیزو او سنجول شویو حللارو ته اړتیا ده.
نوموړي وویل: «اوس زموږ پر زدهکړو سمبال ځوانان کم شوي دي؛ دلیل یې دا دی چې بهر ته ځي. ولې ځي؟ له فکري اړخه موږ دا نهشوو کنټرولولی. د هغوی پر زدهکړو دلته لګښت کېږي، خو دوی بهر ته ځي؟ دا مدیریت ته اړتیا لري؛ باید دلته کار وکړي او د قاچاق په پیسو باید دلته پانګونه وکړي. دا د پانګونې نشتوالي ستونزه ده.»
خو د ا.ا مسوولان ډاډ ورکوي چې له رسنیو او کورنیو او بهرنیو همکارو مؤسسو سره په ګډه د ځوانانو لپاره د لا زیاتو کاري او د زدهکړو فرصتونو پیدا کولو لپاره هڅې کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل: «ځوانان په اقتصادي برخه کې ارزښتناک رول لري. ځوانان د کار پیدا کولو او نورو علمي او اقتصادي مسایلو کې د کار کولو وړتیا لري، خو تاسې پوهېږئ چې ظرفیت محدود او د کاري ځواک اړتیا ډېره ده. موږ هڅه کوو چې د کاري فرصتونو شمېر زیات کړو او پوهېږو چې ځوانان د هېواد تر ټولو لوی کاري ځواک جوړوي او د ټولنې په پوهاوي کې مهم رول لري.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران هم وايي: «د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېر یوه کال کې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته چې اقتصادي ستونزې یې لرلې د لږو لګښتونو په مقابل کې په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د زدهکړو فرصتونه برابر کړي دي. موږ هڅه کوو چې ځوانانو ته بېلابېل کاري فرصتونه برابر شي.»
د سلاموطندار راډیو او د سرپرست حکومت مسوولانو د دې غونډې په پای کې ټینګار وکړ چې له خصوصي او دولتي ادارو او رسنیو سره په ګډه باید د ځوانانو پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو اصلي ریښې پیدا او په دې برخه کې هراړخیزې تګلارې او حللارې وړاندې او عملي شي.