د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (چهارشنبه، ثور ۳) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي.
دغه ناسته کې د افغانستان او روسیې د دوو اړخیزو اړیکو د کچې پر لوړولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا او ځینو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
امیرخان متقي د روسیې له وروستي اقدام مننه کړې چې په ترڅ کې یې د «طالبانو غورځنګ» نوم چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره کارېده، روسیه کې د ممنوعه ډلو نوملړ څخه لرې کړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له روسیي استازي مننه وکړه چې مسکو کې د سفیر په کچه د اسلامي امارت ډیپلوماټ مني او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان حکومت به نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر په کچه ډيپلوماټ معرفي کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي هم وویل، هېواد ته یې افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې دا اقدامات وکړل، ترڅو د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.
ښاغلي کابلوف وویل، راتلونکې مې میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمیسیون د کار د پیل لپاره ځانګړې غونډه هم ترسره شي.
ده د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو د کچې لوړوالی مهم وباله او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړ.



