د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن (یکشنبه، د کب ۱۹) د عمان هېواد چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو د بحث لپاره هغه هېواد ته تللی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکلي چې مولوي امير خان متقي د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي په بلنه هغه هېواد ته په رسمي سفر تللی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، په پام کې ده چې امیرخان متقي به د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير ترڅنګ، د هغه هېواد نورو لوړپوړو چارواکو سره هم، د سیاسي او اقتصادي اړېکو او د دوه اړخیزو همکاريو پر پراختيا خبرې بحث او خبرې وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د یادونې ده چې دا عمان هېواد ته د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي لومړنی رسمي سفر دی، خو هغه له وړاندې هم د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو اړیکو د بحث لپاره د سیمې یوشمېر هېوادونو ته سفرونه کړي دي.