Asset 1SWN

امیرخان متقي له راشدخان سره تیلیفوني خبرې کړي

۴۳۶۴۳۶۳۴۶۳۴۶

د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پای‌لوبې ته د افغان لوبډلې له وتلو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغان کرېکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشر راشدخان سره تیلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه، د دغه ټیلیفوني اړیکې ویډیو خپره کړې چې په‌کې لیدل کېږي، متقي، راشدخان ته د یادې بریا مبارکي ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

متقي په دې ویډیو کې د بریا مبارکۍ ترڅنګ، وايي چې لوبې باید له سیاست جلا وساتل شي او په وینا یې، افغانان په هر ډګر کې مخ پر وړاندې روان دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

متقي همداراز ټينګار وکړ چې د کرېکټ ملي لوبډلې هڅې او بریاوې ځوانانو ته یو ښه فکر ده چې له نشو او اختلافاتو یې راګرځوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام