د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ (یکشنبه، وري ۳) کابل کې د قطر شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، امریکا سره په وروستیو پرمختګونو او یو لړ نورو مسایلو خبرې شوي.
امیرخان متقي د امریکا متحده ایالتونو سره وروستی پرمختګ مهم بللی او دې برخه کې یې د قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ مننه کړې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ویلي چې قطر سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې دي او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیات پرمختګونه ولري.
دغه کتنه کې د قطر شارژدافیر د اسلامي امارت د سرپرست حکومت بهرنیو اړیکو کې پرمختګونه مثبت ارزولي او افغانستان سره یې د خپلو همکاریو پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
دا داسې مهال دی چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي کابل کې د اسلامي امارت له زندانه د یو امریکايي وګړي د خوشې کیدو خبر ورکړی وو.
هغه ویلي وو چې د افغانستان سرپرست حکومت ولسمشر ډونالډ ټرمپ او امریکايي ولس ته د “ښه نیت په توګه” د ګیلزمن له خوشې کیدو سره هوکړه کړې.
همداراز د یاد امریکايي بندي له خوشې کېدو وروسته، تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل، امریکا د دغه وزارت پر سرپرست سراجالدین حقاني ټاکلې جایزه لغوه کړې ده.