امریکا وايي چې د ایران له لوري روسیې ته د دغه هېواد د بالېستیک توغندیو لېږد اندېښمنونکی دی او د توغندیو هر ډول لېږد د اوکراین پر وړاندې له روسیې د ایران د ملاتړ ښکارندوینه کوي.
رویټرز خبري اژانس نن شنبه، سپټمبر اوومه په یوه راپور کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند له قوله ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې او ایران اړیکې لاپسې ژورې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په راپور کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساوت له قوله راغلي: «موږ پر اوکراین د روسیې برید پیل راهیسې، د ایران او روسیې د امنیتي مشارکت له امله خبرداری ورکړی او له دې راپورونو اندېښمن یوو.»
بلخوا ایران بیا روسیې ته د توغندیو لېږد اړوند ادعاوې رد کړي او ملګروملتونو سازمان کې د دغه هېواد استازي ویلي، د اوکراین «منازعې» په اړه د ایران دریځ نهدی بدل شوی.