Asset 1SWN

سلام وطندار

الجولاني پر سوریې د اسراییلو بریدونه د توجیه وړ نه‌دي

Jolani-qyj5i2j4jcwumimqrq87nkhwfelx22dluyhas29hmw

د تحریر شام پلاوي مشر ابومحمد الجولاني ویلي چې اسراییل په ښکاره ډول د سوریې له پولو ور تېر شوي او دغه کار یې په سیمه کې نورو نښتو ته لاره هواره وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې الجولاني دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې پر سوریې د اسراییلو د برید لپاره وړاندې شوي دلایل هم د توجیه وړ نه‌دي. نوموړي زیاته کړې: «اسراییلو پلان درلود چې د ایران د حضور په پلمه سوریې ته دننه شي، خو اوس دا پلمه پای ته رسېدلې ده.»

د تحریر شام پلاوي مشر ټینګار کړی چې د سوریې ښکېل اړخونه له جګړې ستړي دي او په دغه هېواد کې یوې بلې نښتې ته اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو د بشارالاسد حکومت له پرځېدو وروسته د سوریې پر بېلابېلو نظامي مرکزونو ګڼ‌شمېر بریدونه کړي او د راپورونو له مخې، د دغه هېواد نظامي تجهیزات او د هوايي دفاع سېسټمونه یې له منځه وړي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش هم پرون د سوریې د حاکمیت او ارضي تمامیت نقض د اندېښنې وړ وباله.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام