غزني ولايت کې سرچينې وايي، ناپېژاندو وسلهوالو د ياد ولايت د خبريالانو د اتحاديې رييس، د الجزيرې ټلويزون او اسوشيېټېډ پرېس خبريال رحمتالله نېکزاد وواژه.
د غزني د امنيې قومندانۍ وياند احمدخان سيرت او د ياد ولايت د روغتون رييس ډاکټربازمحمد همت دغه خبر تاييدوي.
د نېکزاد له خپلوانو عبدالله رحماني سلام وطندار ته وايي، رحمت الله نېکزاد نن مازدیګر د غزني ښار اوله حوزه کې له خپل کور سره نږدې ووژل شو.
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پيغام کې د نوموړي خبریال مړینه غندلې او کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.