Asset 1SWN

افغانستان سبا د نړیوال جام نیمه پای‌لوبه کې له سوېلي‌افریقا سره لوبه کوي

AFP__20240625__34YV43G__v1__HighRes__CricketMenST20WorldCupSuperEightC1VD2-1719294573

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د شل اووره سیالیو نړیوال جام په نیمه پای‌لوبه کې سبا پنج‌شنبه، جون ۲۷مه له سوېلي‌افریقا سره لوبېږي.

ټاکل شوې چې یاده تاریخي لوبه سبا د افغانستان پر وخت د سهار ۵ بجې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سیالي به د ټرېنېډېد د ټاروبا په «برېن لارا کرېکټ لوبغالي» کې وشي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په خپل تاریخ کې په لومړي ځل د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پای‌لوبه کې لوبېږي.

افغانستان د یاد جام د اتو غوره لوبډلو پړاو کې بنګه‌دېش ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای‌لوبې ته لاره پیدا کړه او سوېلي‌‌افریقا بیا دې پړاو کې خپلې درې لوبې وګټلې او نیمه پای‌لوبې ته ووتله.

سوېلي‌‌افریقا بیا هغه لوبډله ده چې تراوسه د نړیوال جام پای‌لوبې ته نه‌ده وتلې. افغانستان یوازې دوه ځلې په شل اووره سیالیو کې سوېلي‌‌افریقا سره مخ شوی چې دواړه لوبې یې سوېلي‌افریقا ګټلې دي.

یو‌شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې ګڼ‌شمېر افغانان د افغان لوبډلې د ملاتړ لپاره ټرېنېډېډ ته روان دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ هم د کرېکټ لوبې له مینه‌والو غوښتنه کړې چې سبا د افغانستان او سوېلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اووره سیالیو نړیوال جام نیمه پای‌لوبې د نندارې لپاره کابل کرېکټ لوبغالي ته ورشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، چنګاښ شپږمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د کرېکټ مینه‌وال دې لوبغالي ته ورشي او په ګډه دې دغه تاریخي لوبه په لوی سکرین ننداره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام