د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري ازبیکستان ته د سفر پرمهال د هغه هېواد پلازمینه تاشکند کې د ازبیکستان د کرنې له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره لیدلي.
د کرنې وزارت پر اېکسپاڼه ویلي چې دغه لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.
ښاغلي عمري د پانګونې فرصتونو ته په اشارې ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به افغان او بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاده لیدنه کې د ازبیکستان د کرنې وزیر د کرنیزو توکو د تبادلې، تخمونو برابرولو او تخنیکي همکاریو ژمنه کړې.
همدارنګه دواړو خواوو د غیر معیاري توکو د لېږد، نباتي کرنتین او حیواني روغتیا په برخو کې د همکارۍ پرېکړه کړې ده.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاءالله عمري وړمه ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د کرنې، اوبو او اقلیمي بدلونونو په اړه له ازبیک چارواکو سره د خبرو په موخه ازبیکستان ته سفر کړی دی.