د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام، ګروپ پړاو لوبو کې خپله لومړۍ سیالي، سبا سهشنبه، جون څلورمه د یوګاندا پر وړاندې کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه سبا سهار ۵:۰۰ بجې د ګیانا په «پروفېډنس کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي. دغه لوبغالی د ګیانا کرېکټ ملي لوبغالي باندې هم مشهور دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان په «سي ګروپ» کې له یوګاندا، وېسټانډیز، نیوزیلنډ او پياېنجي سره یوځای دی. له هر ګروپ څخه یوازې دوه لوبډلې د روان نړیوال جام بل پړاو ته د تلو چانس لري.
یوګاندا لوبډلې په لومړي ځل ۲۰۲۴ کال شل اووره سیالیو نړیوال جام ته لاره پیدا کړې او د افغانستان په څېر پیاوړې لوبډلې پر وړاندې لوبه به ورته اسانه نهوي.
یوګاندا د زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره روان نړیوال ته لاره پیدا کړه او په سي ډله کې د افغانستان او نورو لوبډلو سیال دی.
افغانستان او یوګاندا!
د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ پر ۲۴مه د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ شورا د درېیم ډېوېژن « درېیمې درجې هېوادونو» په کرېکټ نړیوال لیګ کې له یوګاندا د ۱۴منډو په توپیر ماته خوړلې وه.
یوګاندا دې یو ورځنۍ لوبه کې ۲۰۱۶ منډې کړې وې چې افغانستان یوازې ۲۰۲ منډې ورته جوړې کړې. رییس احمدزي ۷۸ او سمېعالله شینواري بیا ۵۲منډې کړې وې.
افغانستان په دغه لیګ لوبو کې پنځه لوبې وکړې چې څلور یې وګټلې او یوازینۍ لوبه یې یوګاندا ته وبایلله.

دې لیګ کې د یوګاندا سربېره، پياېنجي، هانګ کانګ، ارجنټاین او کایمان ایسلنډ لوبډلو برخه درلوده. خو له هغه وروسته د افغانستان کرېکټ ډېر پرمختګ کړی چې اوس یې د کرېکټپوهان نوم د نیمهپای لوبې لپاره غوره کوي.
افغان لوبډلې د تېرکال «۲۰۲۳» یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې پاکستان، انګلستان او سریلانکا په څېر لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره دا ثابته کړه چې د هرې لوبډلې سیال دی. افغانستان د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې شپږم ځای خپل کړ او څلور سیالي یې پهکې وګټلې.