د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن جمعه، لیندۍ ۲۳مه د زمبابوې په کوربهتوب له دغه هېواد سره دویمه شل اووره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن مازدیګر ۴ بجې د زمبابوې په حرېرې کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغان لوبډلې د روانې درې شل اووره سیاليو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې له زمبابوې ماته خوړلې او نن به هڅه کوي چې لوبلړۍ مساوي کړي.
په لومړۍ سیالي کې افغانستان زمبابوې ته د ۱۴۵ منډو هدف ورکړی و چې زمبابوې لوبډلې د شپږولوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په وروستي بال ترلاسه کړ.
د افغانستان لپاره په توپوهنه کې کریم جنت ناسوځېدلې ۵۴ منډې وکړې او زمبابوې ته برېین بنېټ ۴۹ منډې جوړې کړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د وروستیو پنځو شل اووره سیالیو کې څلور ځلې افغانستان او یوازې یو ځل زمبابوې بریا خپله کړې.
افغانستان له شل اووره سیالیو وروسته، له زمبابوې سره د یو ورځنیو او ټسټ لوبو لوبلړۍ هم لري چې په دغه هېواد کې به ترسره شي.