سلاموطندار په ۱۰ ولایتونو کې له ۴۶ ښځو سره مرکې کړي چې ۲۹ هغو یې ویلي چې د امېندوارۍ پر مهال یې اشتها ډېروالی له کبله یې وزن ډېر شوی دی. شپږو نورو ویلي چې د امېندوارۍ پر مهال سپورټ ته د نه لاسرسي، پنځو د چاغېدو وړتیا لرل او شپږو نورو ویلي چې د خوی او خواصو له کبله یې وزن ډېر شوی دی.
د کندوز اوسېدونکې سحر احمدزۍ چې دوه کاله یې د واده کېږي او اوس یو ماشوم لري وايي، د امېندوارۍ پر مهال د ښې اشتها لرلو له کبله یې اوس وزن ډېر شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فرزانې احدي چې یوولس کاله مخکې یې واده کړی، وايي: «د امېندوارۍ پر مهال مې رژیم ته پام نه کاوه او هر څه به چې وو، خوړل مې. هر ډول خواړه، لکه پاچه، مېوه او نور قوي خواړه به مې خوړل؛ ځکه چاغه شوم.»
د فاریاب اوسېدونکې رعنا هم وايي چې د امېندوارۍ پر مهال د سپورټ نه کولو له کبله یې له زېږون وروسته وزن ډېر شوی دی. هغه زیاتوي: «فاریاب یو لرې ولایت دی او د ښځو لپاره د کلپ او سپورټ کولو امکانات نشته او دا وزګارتیا مې د چاغوالي لامل شوې ده.»
د تخار اوسېدونکې فریده هم وايي چې د ښو خوړو نه رسېدل او سپورټ نه کول یې د ظاهري بدلون لامل شوي دي. نوموړې وايي: «له واده مخکې مې وزن ۶۰ کیلو و، خو اوس ۹۸ کیلو یم او د وزن ډېروالي د پښو او ملا پر دردونو اخته کړې یم.»
د بادغیس او جوزجان اوسېدونکې شبانه او ارزو وايي، له واده مخکې هوساینه یې د وزن ډېرېدو لامل شوې ده.
یوشمېر نورې ښځې بیا وايي چې کورنۍ ستونزې یې د ظاهري بڼې د بدلون لامل شوې دي. د تخار اوسېدونکې ذفنون وايي: «له واده مخکې ډنګره وم، خو اوس چاغه شوې یم او خلک هم وايي چې چاغه شوې یم، خو زما اند اندېښنې او غمونه مې د چاغېدو لامل شوي دي.»
یوشمېر ډاکټران وايي، د امېندوارۍ پر مهال او له هغه وروسته د ښځو په وجود کې د ځینو هورمونو بدلونونو پیدا کېدل د هغوی د بدلون لامل کېږي.
د نسايي-ولادي برخې متخصصه عاطفه بارکزۍ وايي، ښځې په سپورټ او سالمو خوړو سره د خپل وجود هورمونو بدلونونه کم کړي. د هغې په خبره، له ۱۲،۵ کیلوګرامه پورې د وزن ډېروالی طبیعي دی او هغه ښځې چې ډېر وزن لري، باید د خوړو په اړه سلامشورې واخلي.
ارواپوهان هم وايي چې د امېندوارۍ پر مهال او له هغه وروسته ژور خپګان هغه لاملونه دي چې د ښځو ظاهري بڼه بدلوي. ارواپوه هبتالله ابراهیمخېل وايي، ښځې باید خپل اروايي او جسمي حالت ته پام وکړي او په دې سره د امېندوارې اغېزې کمولای شي.
نوموړی زیاتوي: «ځان ته پام د امېندواره مېرمنو درملنه ده؛ سپورټ او خوړو ته پام او له ټولنې سره همغږي یې درملنه ده. له خاوند یا د خاوند له کورنۍ ره له جګړې ډډه وکړئ.»
امېندواري د ښځو لپاره یوه حساسه دوره ده چې د هغوی ژوند بدلولی شي، خو د فزیکي تناسب ګډوډي ښځو ته سرخوږی جوړولی شي.