Asset 1SWN

پاکستان او ایران کې افغان خبریالانې: له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ یوو

په پاکستان او ایران کې مېشتو اووه‌لس افغان ښځینه خبریالانو چې ۱۳ یې په پاکستان او څلور نورې په ایران کې دي، له سلام‌وطندار سره په مرکو کې ویلي چې په یادو هېوادونو کې د ژوند سختې شپې او ورځې پرې تېرېږي او له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي. دغه ښځینه خبریالان وايي چې افغانستان کې له وروستي بدلون وروسته یې کډوالۍ ته مخه کړې ده.

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ، د یادو اووه‌لسو ښځینه خبریالانو له ډلې یوازې دوه یې له ډویچه‌وېله او افغانستان انټرنشنل رسنیو سره کار کوي، دوه یې ازاد کار کوي او دیارلس نورې یې وزګاره دي، خو ټولې په یادو هېوادونو کې له خپل ناوړه اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي.

په پاکستان کې مېشته افغان خبریاله مینه اکبري وايي: «اوس چې زه پاکستان ته راغلې یم، یو دوه کاله وشول چې د زړه وینې څښم. دلته د افغانانو پر وړاندې ډېرې ستونزې دي. که یو څه په ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې وي، په افغانانو یې په ۱۰۰۰۰ کلدارو پلوري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه بله خبریاله فرشته هم وايي: «څنګه چې باید وي، دلته هغومره امکانات نشته چې موږ ګټه ترې واخلو او ښه ژوند ولرو. یو خو دلته قیمتي ډېره ده، کرایه ډېره ده، خرڅ او خواړه او هر څه. زما په څېر افغانان په ډېرۍ سختۍ خپل ژوند تېروي.»

د دغو اووه‌لسو افغان ښځینه خبریالانو له ډلې شپاړلس هغه یې د خپل بې‌برخلیکه ژوند او ناڅرګندې راتلونکې په اړه هم شکایت کوي. دوی له نړیوالو بنسټونو ګیله کوي چې یوه امن هېواد ته د دوی د لېږد په اړه له ژمنې سره سره د دوی کېسونو ته پاملرنه نه کېږي.

یوه افغان خبریاله مرسل (مستعار نوم) وايي، سره له دې چې پنځه کاله یې د کلید راډیو، ۸صبح ورځپاڼې او د طلوع خصوصي ټلوېزیون سره کار کړی، خو هېواد کې د نظام له بدلون وروسته کډواله شوې او اته میاشتې کېږي چې په پاکستان کې بې‌برخلیکه ژوند کوي.

هغه زیاتوي چې پاکستان کې په یوه لیلیه کې اوسېږي او له اقتصادي او اروايي ستونزو سره مخامخ ده. نوموړې وايي: «دلته کار، ژوند، هېڅ نشته. افغانان دلته کار نه‌شي موندلی او پاکستان کې د ژوند د دوام تضمین نشته. همدا لامل دی چې موږ له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ یوو، راتلونکې مو ناڅرګنده ده؛ ځکه روښانه نه‌ده چې کوم هېواد ته ولاړ شوو.»

دوه نورې افغان خبریالانې صدیقه احمدي (مستعار نوم) او ناهید عسکري وايي: «له نړیوالې ټولنې زما غوښتنه دا ده چې زموږ کېس وڅېړي او ژر اقدام وکړي.» «له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د خبریالانو او مدني فعالانو، په تېره ښځو کېسونو ته لومړیتوب ورکړي، څو ژرترژره له دې ستونزې خلاص شوو. که څه هم کېس کې مې پرمختګ نه‌دی شوی، غواړم ستاسو د رسنۍ له لارې خپل غږ اوچت کړم او له نړیوالې ټولنې وغواړم چې زموږ غږ واوري، غوښتنې ته مو پام وکړي او موږ ته لومړیتوب راکړي.»

په پاکستان کې یوه بله افغان خبریاله مرضیه حفیظي چې ۱۲ کاله یې له یک، اریانا، طلوع‌ نیوز او بیان راډیو سره کار کړی وايي، په هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون اته میاشتې وروسته یې هېواد پريښی او اوس په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره بې‌برخلیکه پاتې ده.

مرضیه وايي: «له بېلابېلو اړخونو پر افغانانو فشار راوړي؛ دلته قیمتي خپل اوج ته رسېدلې؛ زموږ کېسونه له دې پرته چې وڅارل شي، درېدلي دي. له بده مرغه موږ اوس له دغو ټولو ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو.»

د یادو خبریالانو له ډلې ۱۰ هغه یې وايي چې په پاکستان او ایران کې د ویزو نوي کېدو برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي او له هڅو سره سره یې نه‌دي نوې کړي. دوی اندېښنه ښيي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو شاهدانې دي او په وینا یې، په دې ډله کې خبریالان هم شامل دي.

په پاکستان کې مېشته افغان خبریاله مینا رحماني وايي: «له ډېرو سختو، لکه د ویزې له ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو. زموږ د ویزو موده پوره شوې، اپلای مې کړی و، بیا مې ویزه رد شوه. بله ستونزه دا ده چې مېرمنو ته کور نه ورکوي، افغانان وباسي.»

یوه بله افغان خبریاله ذکیه علي‌زاده چې په ایران کې ژوند کوي، وايي: «قانوني ژوند نه‌شوو کولای؛ ځکه موږ په سیاحتي ویزه راغلي یوو. اوس مو د ویزې موده ډېره کمه پاتې ده، کله یې چې وخت پوره شي، بیا یې نه راکوي او په بشپړه توګه دې ته اندېښمن یوو چې څه وکړو.»

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی مسوول ظریف کریمي وايي، په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته افغان خبریالان، په تېره ښځینه هغه سختې وځپل شوې او له ۹۰ سلنې ډېرو ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د نوموړي په وینا، په تېر نظام کې نږدې ۴۰۰۰ خبریالانو په بېلابېلو رسنیو کې پر کار بوختې وې چې اوس یې له ډلې یوازې ۱۰۰۰ هغه کار کوي. کریمي زیاتوي چې په ۲۰ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله نشته او له سخت اقتصادي وضعیت سره مخامخ شوې دي.

بله‌خوا د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې رییس حجت‌الله مجددي وايي، په هېواد کې د ښځینه خبریالانو وزګاره کېدل لامل شول چې هغوی کډوالۍ ته مخه کړي. هغه هم په پاکستان او ایران کې د افغان خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې هغوی په سختو او نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي.

د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې هم په ایران او پاکستان کې د افغان ښځینه خبریالانو ژوند د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې نړیواله ټولنه او نړیوال بنسټونه دې د هغوی سخت وضعیت ته پام واړوي او ژرترژره دې یې برخلیک روښانه کړي.

د ښځو حقونو فعاله محجوبه حبیبي وايي: «په زوره کډوالي، هغه کډوالي چې هېڅکله په خپله خوښه نه وه، په جبر وه او په دې کډوالي کې له بده مرغه زموږ دا ښځینه خبریالانې چې په درېیمو هېوادونو کې اوسېږي، د بشري حقونو اړوند بنسټونه ورته هېڅ پام نه کوي، نړیواله ټولنه ورته هېڅ نه ګوري.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ښځو حقونو یوه بله فعاله لینا هم وايي: «خبریالان په پاکستان او ایران کې ډېرې سختې ستونزې ګالي، له بې‌برخلیکه ژوند سره مخامخ دي چې هره شېبه په اېستلو ګواښل کېږي.»

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ که څه هم وايي چې په پاکستان او ایران کې د افغان ښځینه خبریالانو کره شمېرې نه لري، خو د کډوالۍ لامل یې وزګارتیا بولي او زیاتوي چې د یوشمېر رسنیو بندېدل او د خبریالانو د دندو له لاسه ورکول د هغوی د کډوالۍ لامل شوي دي.

ویاړ د ویزې نه نوي کېدو، د هغوی د کېسونو نه پراسېس او نورو هېوادونو ته یې په لېږد کې ځنډ په پاکستان او ایران کې هغه ستونزې یادوي چې اوس افغان خبریالان، په تېره ښځینه هغوی ورسره لاس او ګرېوان دي. ویاړ زیاتوي: «له بده مرغه په پاکستان او ایران کې ستونزې ډېرې دي او ښځینه خبریالانې د خپلو کېسونو پرمختګ ته په تمه دي.»

موږ هڅه وکړه چې په افغانستان کې د فعالو ښځینه خبریالانو د کره شمېرو او په رسنیو کې یې د شمېر کموالي او زیاتوالي په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام